نېټه: ١٣٩۶-۱۱-۲۳
د دوشنبې په ورځ کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا د ولسواليو د امنيه قوماندانانو او د پوليسو د امنیتي حوزو د آمرينو سره د يوې غونډي پر مهال وکتل.
په ياده غونډه کي د کندهار امنیه قوماندان لوي پاسوال عبدالرازق او د امنیت آمر مل پاسوال رحمت الله اطرافي هم ګډون کړی وو.
په غونډه کي کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا د امنیت په ټينګښت کي د پوليسو هڅي او قربانۍ وستایلې او ټول امنیتي ځواکونه يې د هيواد او خلګو ريښتنې خدمتګاران وبلل.
ښاغلي ويسا همدراز د ولسواليو امنیه قوماندانانو او د حوزو آمرينو ته لارښوونه وکړه چي د ولس سره خپلي اړيکي لا هم ښه او قوي کړي او په پوره صداقت او ایماندارۍ سره د خپل هيواد او خلګو خدمت وکړي.
کندهار والي همدارنګه د امنیتي ځواکونو تر منځ همږغي هم وستایل او د لا ښې همږغۍ د رامنځته کولو هدایت يې وکړ.
هغه د پوليسو مسئولينو ته د غصب سوو مځکو د خلاصون په برخه کي هم د جدي کار کولو امر وکړ او له هغوی يې وغوښتل چي غاصبین د قانون منګلو ته وسپاري.
وروسته په غونډه کي د کندهار امنیه قوماندان لوي پاسوال عبدالرازق په خپلو خبرو کي وويل چي امنیتي ځواکونو وسلوال مخالفين سخت ځپلي او د ماتي سره يې مخ کړي دي.
لوي پاسوال عبدالرازق همدارنګه وويل چي پوليس شپه او ورځ ولس ته د ارام ژوند په برابرولو کي هڅي کوي.
هغه په خپلو خبرو کي د پوليسو د تشکیل کمښت د يوې ستونزي په توګه وړاندي کړه او په دې برخه کي يې د مرکزي حکومت او کندهار والي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په غونډه کي د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر مل پاسوال رحمت الله اطرافي هم خبري وکړې او په خپلو خبرو کي د پوليسو د لاسته راوړنو او ستونزو په هکله معلومات وړاندي کړه.
وروسته د ولسواليو يو شمېر امنیه قوماندانانو او د حوزو آمرينو هم خپلي ستونزي او غوښتنې د کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا سره شريکي کړې، چي د هغه له لوري ورته د حل ډاډ ورکول سو.
د ولسواليو امنیه قوماندانانو او د حوزو آمرينو همدارنګه ډاډ څرګند کړ چي په پور شجاعت او ایماندارۍ سره به د خپل هيواد او خلګو څخه ساتنه کوي.