خبرپاڼه

کندهار، افغانستان- کندهار والي د يوې غونډي پر مهال د دغه ولايت د تاريخي ابداتو پر ساتني ټينګار وکړ.

په هغه غونډه کي چي، نن د کندهار والي د کار په دفتر کي جوړه سوې وه، د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ مرستيال والي عبدالقديم پتيال، ښاروال قاضي محمدعمر عمر، د اطلاعاتو او کلتور رئيس او د والي سرپرست وياند دواخان مينه پال، د ښاروالۍ مرستيال محمد نسيم رضايي، د مځکو د خپلواکي ادارې امر نورالله نوري، د کادستر امر سردارمحمد او د عدليې رئيس عاقل شاه خان ګډون کړى وو.

کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا ټينګار وکړ چي د کندهار د تاريخي ابداتو ساتنه دي په جدي ډول وسي. ښاغلي ويسا زياته کړه، د نارنج ماڼۍ په ساحه کي به د جوړو سوو ودانيو پلټنه وکړي، تر څو معلومه کړي چي دا ودانۍ پر کوم اساس جوړي سوي او مځکه يې د چا له لوري غصب سوې ده. نوموړي وويل: “موږ هيچا ته دا حق نه ورکوو چي د کندهار تاريخي ابداتو ته دي زيان ورسوي، موږ به په ډېر جدي ډول د تاريخي ابداتو ساتنه وکړو. د دې پلټنه به وکړو چي د نارنج ماڼۍ په اړونده ساحه کي چا او ولي ودانۍ جوړي کړي دي.” د والي په خبره، تاريخي ابدات دي چي د هېواد د لرغونتوب او فرهنګ څرګندويي کوي.

د غونډي په پاى کي د کندهار والي له لوري هيئت وټاکل سو، تر څو د نارنج ماڼۍ اسناد او نقشه له نژدې وپلټي. هئيت له نارنج ماڼۍ څخه ليدنه وکړه او تر ليدني وروسته د هيئت په استازيتوب د مځکو د خپلواکي ادارې امر نورالله نوري وويل، چي له نارنج ماڼۍ څخه يې له نژدې ليدنه وکړه او د پلټنو په پايله کي معلومه سوه چي د نارنج ماڼۍ په حدود اربعه کي ډېري دولتي مځکي غصب سوي او د غصب کېدو په حال کي دي. په ياده سيمه کي د شاولي په نوم يو کس له حضرت شاه څخه مځکه رانيولې او غوښتل يې پر دې مځکي ودانۍ جوړه کړي. نوري زياته کړه، د ودانيو تر څنګ څه اندازه مځکه د کروندې لپاره هم اړول سوې ده. د نوري په خبره، دا مځکه د نارنج ماڼۍ په حدودو کي راځي، چي ژر تر ژره به يې د غصب مخه ونيسي. هغه زياته کړه، ډېر ژر به د دې پلټنه وکړي چي پر ياده مځکه ولي او څنګه جعلي قباله جوړه سوې ده. دا په داسي حال کي ده چي د شاولي په نوم يو کس د حضرت شاه په نوم يو کس څخه مځکه رانيولې او په دې سودا کي د يادي مځکي لپاره جعلي قباله جوړه سوې ده. نارنج ماڼۍ ۲۳۰۰ کاله مخکي هغه وخت چي مقدوني سکندر له يونانه راغى د ټول هيواد په کچه يې دوولس دا ډول ماڼۍ جوړي کړې چي د “سکندريه ماڼيو” په نوم يادېدې. پاته يوولس دا ډول تاريخي ماڼۍ په بشپړ ډول له منځه تللي او يوازي يې نارنج ماڼۍ پاته ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *