توریالی ویسا

خبرپاڼه

مسلسله شمېره: ٢٩٥

نېټه: ١٣٩٣-٤-١١

کندهار، افغانستان- د نن په امنيتي غونډه کي د کندهار د سرحدي ولسواليو پر امنيت ټينګار وسو.

د نن ورځي امنيتي غونډه چي د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا په مشري جوړه سوې وه، پکي د ملي امنيت رئيس جنرال عيسى محمد، امنيه قومندان جنرال عبدالرازق، د ٢٠٥ اتل قول اردو د لومړۍ لوا قومندان ډګروال تيمورشاه خان، د درېيمي لوا قومندان جنرال مرتضى خان، د اطلاعاتو او کلتور رئيس او د والي سرپرست وياند دواخان مينه پال، د سولي شورا رئيس حاجي عطامحمد احمدي، د يوناما استازي آغلي ډاکټر سوکنيا موهنداس او د ايساف او افغان ځواکونو يو شمېر مسوولينو ګډون کړى وو.

کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د کندهار د يو شمېر هغو ولسواليو چي له ګاونډي هېواد پاکستان سره سرحدات لري، پر امنيت ټينګار وکړ. ښاغلي ويسا زياته کړه، که د سرحدي ولسواليو امنيت خوندي سي، نو د کندهار پر امنيت ډېر لوى اغېز کولاى سي. نوموړي ټينګار وکړ چي سرحدي ولسواليو ته دي زياتي قواوي ولېږل سي، تر څو امنيت يې په ښه ډول خوندي سي.

والي داراز له ټولو ملي امنيتي ځواکونو څخه مننه وکړه چي د روژې په مبارکه مياشت کي يې په ښار او ولسواليو کي امنيتي تدابير نيولي او امنيتي فضا يې رامنځته کړې ده. هغه وويل، له امنيتي ځواکونو سره د خلکو همکاري ډېره مهمه ده او د امنيت د سمون تر ټولو لوى لامل له امنيتي ځواکونو سره د ولس همکاري ده. کندهار والي دا راز امنيتي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه چي د کندهار د تاريخي ابداتو ساتني ته دي خاصه پاملرنه وکړي. والي زياته کړه: “کندهار د تاريخي ابداتو په وجه پېژندل کېږي، موږ بايد د تاريخي اثارو ساتنه په ډېر جدي ډول وکړو. په خاص ډول د نارنج ماڼۍ په ساتلو کي د امنيتي ځواکونو رول ډېر اړين دى.” کندهار والي هدايت وکړ چي پر نارنج ماڼۍ دي چارچاپېره سيميخاردار يا امنيتي مزي راوګرځول سي، تر څو د يادي سيمي د مځکي د غصب مخه ونيول سي.

د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق وويل، نن سهار يې د ميوند ولسوالۍ د کوکې اړوند د پاى قلعه په سيمه کي د عملياتو پر مهال د يوه وسله وال قومندان په ګډون ١١ وسله وال وژلي دي. هغه زياته کړه، د عملياتو پر مهال يې له يادو کسانو سره يو شمېر سپکي او درنې وسلې هم نيولي دي. امنيه قومندان دا راز د کندهار په يو شمېر نورو ولسواليو کي هم د عملياتو خبر ورکړ او زياته يې کړه چي د عملياتو پر مهال يې لاسته راوړني هم درلودلي دي. د هغه په خبره: “وسله وال مخالفين اوس ډېر ضعيف سوي دي، د مخامخ جګړې توان يې په کامله توګه له لاسه ورکړى، اوس د دې ضعف له وجي يوازي ماينونه ښخوي، چي د دې ماينونو زيان وخت پر وخت عامو خلکو ته اوښتى دى.”

د سولي شورا رئيس عطاء محمد احمدي د کندهار پر ملاامامانو ږغ وکړ چي د روژې په مبارکه مياشت کي دي پر وسله والو ږغ وکړي چي د سولي له بهير سره يو ځاى سي او له جګړې لاس واخلي. هغه زياته کړه، د سولي د پيغام په خپرولو کي د ملاامامانو رول ډېر مهم دى، دوى کولاى سي چي وسله وال مخالفين دې ته اماده کړي چي له دې پردۍ جګړې څخه لاس واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *