خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩۵-۷-۱۸
کندهار، افغانستان- د دې لپاره چي خپلو ټاکلو اهدافو ته ورسيږو او کندهار ولايت ته د يو منظم پلان له مخي پراختيا ورکړو، ۵ کلن ستراتيژيک پلان مو جوړ کړ. په دې پلان کي مو په ډېر واضح ډول د کندهار ټول لومړيتوبونه او اړتياوي په ګوته کړې. دغه ۵ کلن ستراتيژيک پلان مو بېلابيلو مرستندويه ادارو ته ورکړ او د کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي پرون په پارلمان کي د کندهار له استازو سره شريک کړ، تر څو په پارلمان کي د کندهار د استازو له لاري د دې ولايت لومړيتوبونه د ۹۶ کال په مالي بودجه کي ځای پر ځای کړي.
پارلمان څو ورځي وروسته د ۱۳۹۶ مالي کال بودجه تصويبوي، نو له دې امله د کندهار والي ښاغلي عزيزي وپتېيله چي د ۵ ستراتيژيک پلان له مخي د کندهار اړتياوي د پارلمان له غړو سره شريکي کړي.
کندهار والي د پارلمان محترم غړو د ټولو هغو پروژو په اړه هر اړخيز معلومات ورکړل چي د راتلونکي مالي کال په بودجه کي باید ځای ورکول سي.
په پارلمان کي د کندهار استازو له ولايتي ادارې څخه مننه وکړه چي د دې ولايت لپاره يې پروفايل او ۵ کلن ستراتيژيک پلان جوړ او دا يې د کندهار والي يو ښه ابتکار او لاسته راوړنه وبلله. دوی ژمنه وکړه چي د دې پلان له مخي به د انکشافي لومړيتوبونو لپاره هلي ځلي وکړي.