نېټه: ١٣٩۶-۱۰-۲۷

د چهارشنبې په ورځ کندهار والي تورن جنرال زلمی ويسا د شاوليکوټ ولسوالۍ د تور کوتل سيمي ته ولاړ او هلته يې د کندهارـ روزګان تر منځ د نوي جوړېدونکي سړک د روانو چارو څخه ليدنه وکړه.

کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا د ياد سړک رواني چاري وستايلې او د افغان ملي، امنيتي او دفاعي ځواکونو او ټولګټو رياست څخه يې مننه وکړه چي په ښه ډول يې د جوړېدو چاري سر ته رسوي.

ښاغلي ويسا د ټولګټو رياست ته لارښوونه وکړه د ياد سړک د جوړېډو چاري لا هم چټکي کړي، ترڅو ژر تر ژره د ترافيکو پر مخ پرانیستل سي.

کندهار والي همدراز امنيتي ځواکونو او د ټولګټو رياست ته د ياد سړک په جوړېدو کي د هر ډول همکارۍ ډاډ هم ورکړ.

بايد وويل سي چی د شاولیکوټ ـ رزوګان تر منځ نوي جوړېدونکی سړک ۳۶ کليومتره دی چي تر دې مهاله يې ۱۲ کیلومتره جوړ سوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *