د کندهار والي ښاغلی عزیزي

خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩۵-۲-۲

کندهار، افغانستان- د کندهار والي ډاکټر محمد همایون عزیزي دې ولایت ته د مشرانو جرګې له راغلي پلاوي سره چي مشري یې د دې جرګې غړي لیلما احمدي کوي، په ولایت مقام کي ولیدل او دوی ته یې وویل چي په دې ولایت کي ۱۳۹ ښوونځي د معارف په وزارت کي تشکیل نه لري.

د مشرانو جرګې پلاوي د خپل سفر په ترڅ کي د کندهار ولایت له پوهنتون، اطلاعات و فرهنګ ریاست، پوهني ریاست، د ښونونکو د ښووني عالي موسسې او ولایتي شورا څخه لیدنه وکړه او خپلي موندني یې له کندهار والي سره شریکي کړې.

ليلما احمدي له دې امله خوښي وښوده چي کندهار پوهنتو د هیواد په کچه لومړی مقام خپل کړی او ان تر کابل پوهنتون هم وړاندي دی. د دې پوهنتون ښه کیفيت، مجهز لابراتوار، کتابتون، غوره درسي میتود او محصلینو ته ورکړي اسانتیاوې یې وستایلې. پر دې سربېره یې د اطلاعات وفرهنګ ریاست کارونه د قدر وړ وبلل او زیاته یې کړه چي د کندهار وضعیت د هغه عمومي ذهنیت پر خلاف ډېر ښه دی چي فکر یې کيږي، مګر په دې ټولو برخو کي يې د ځينو نیمګړتیاوو او ستونزو یادونه وکړه او ویې ویل: په کندهار کي د ښځینه استادانو شمېر د تشکیل د نه شتون له امله کم دی، په نورو ادارو کي هم یو شمېر ستونزي سته چي کابل ته په تلو به یې په مشرانو جرګه کي مطرح او له اړوندو وزراتونو سره په تفاهم ورته حللار پیدا کړي.

د کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي د هغوی له راتګ څخه مننه وکړه او له دوی یې وغوښتل چي د موجودو ستونزو په هواري کي ورسره همکاري وکړي. ده د معارف په برخه کي خپلي هلي-ځلي یادي کړې او ویې ویل: ما له خپل راتګ سره سم معارف ته جدي پاملرنه وکړه، د معارف د کیفیت ښه کولو په موخه مي د معارف مشورتي بورډ جوړ کړ چي څه وخت مخکي يې د معارف کیفیت وارزاوه، ښوونځي یې درجه بندي کړل او د همدې ګډو هڅو له امله تر ډېره د هغو مغرضو کړیو لاسونه لنډ سوي دي چي د معارف په چارو کي به یې لاسوهنه کوله.

د کندهار والي پر معارف وزارت ږغ وکړ چي د تړلو ښوونځیو لپاره ژر تر ژره تشکیل منظور کړي، څو د معارف په ډګر کي دغه لویه تشه ډکه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *