خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩۶-۳-۸

کندهار، افغانستان- کندهار والي تورنجنرال ارکان الحرب زلمي ويسا نن سهار په اداري غونډه کي د دولتي ادارو رئيسانو ته امر وکړ چي د قانون په تطبيق کي جدي واوسي.

اداري غونډه په ولايت مقام کي جوړه سوې وه چي د کندهار والي تر څنګ د اداري چارو مرستيال حاجي عبدالحنان منيب او ګڼ شمېر رئيسانو ګډون کړی وو.

ښاغلي ويسا وويل: زه د ټولني خدمتګار يم، نه بادار. ما ته تر هر څه مهم د قانون تطبيق دی. زه به هم قانون تطبيقوم او تاسو ته مي هم سپارښتنه دا ده چي د قانون په تطبيق کي جدي واوسئ.

هغه داراز زياته کړه چي د معارف اصلاح کول يې له لومړيتوبونو څخه دي خو هيله يې وښوده چي نه يوازي د معارف په اصلاح بلکي د فساد په له منځه وړلو کي ځوانان همکاري ورسره وکړي. نوموړي وويل چي د فساد له منځه وړل يوازي د يوه شخص کار نه دی، بلکي د فساد په ختمولو کي ټول خلک مسئوليت لري.

زه غواړم چي په نژدې راتلونکي کي له ځوانانو، مېرمنو، ديني علماوو او متنفذينو ګډي ناستي ولرم، څو د هغوی مشورې واورم او په ګډه د ټولني په جوړښت کي ونډه واخلو.

هغه داراز وويل چي تر دې وروسته به هره ورځ دوه-دوه رئيسان د خپلو فعاليتونو راپورونه، راتلونکي پلانونه او وړانديزونه له ده سره شريکوي.

کندهار ښاروال انجنېر روښان ولسمل د نن اداري غونډي ته د ښاروالۍ په اړه يو هر اړخيز راپور وړاندي کړ. هغه وويل ښاروالي د ښاري خدماتو، د عوايدو لوړولو، د ټولنيزو او فرهنګي چارو او ظرفيت لوړولو په برخو کي کار کوي. نوموړي د ښاروالۍ د لاسته راوړنو تر څنګ وويل چي په ۱۳۹۵ کال کي يې ۵۰۰ ميليونه افغانۍ عوايد لاسته راوړي دي چي له دې جملې يې ۳۹۵ ميليونه افغانۍ مصرف کړي دي. هغه زياته کړه چي دامهال يې ګڼ شمېر پروژې دوام لري او ۱۰۵۰ اجيران او کارګر يې په دندو ګمارلي دي. په غونډه کي د برېښنا رئيس هم خپل ګذارش وړاندي کړ.

داراز په غونډه کي پر يو شمېر قراردادونو هم بحث وسو چي ډېری يې منظور سول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *