خبرپاڼه
نېټه: ١٧/١٠/١٣٩٢
کندهار افغانستان- کندهار والي وايي د مکتب او مدرسې ترمنځ د فاصلې له منځه تګ کولاى سي په هيواد کي ګڼ شمېر مشکلاتو ته د پاى ټکى کښيږدي.
پوهاند ډاکټر توريالي ويسا، چي نن يې د خپل کار په دفتر کي د افغانستان د پوهني وزارت د اسلامي تعليماتو معينيت له يوه پلاوي سره مجلس درلودى د مکتبونو او ديني مدارسو ترمنځ د فاصلې پر له منځه وړلو باندي ټنګار وکړى.
نوموړي وويل، چي په هيواد کي د تيرو جګړو او مشکلاتو زياته برخه د همدې فاصلې د ايجاد له خاطره رامنځ ته سوې او يوازي د همدې فاصلې له منځه وړل کولاى سي، هغه ستونزي حل کړي.
هغه بې سوادي او د اسلام په اړه د خلکو لږ او ناسم پوهاوى د ستونزو اصلي لامل وبلل او زياته يې کړه ، چي د کندهار د ادارې لخوا د مکتب، کورنۍ او مسجد سره وصلولو مثلث کولاى سي يادي ستونزي تر ډېره بريده حل کړي.
ښاغلي ويسا له پوهني وزارت څخه وغوښتل، چي ددې مثلث د عملي کېدو لپاره پر يو شمېر لارو چارو باندي کار وکړي او کور له مکتب او مدرسې سره وصل کړي ترڅو د ټولني اوسېدونکي له درو سره ځايونو څخه عين پيغام تر لاسه کړي.
د پوهني وزارت د اسلامي تعليماتو معينيت استازي د کندهار والي له ملاتړ څخه مننه وکړه او زياته يې کړه، چي د کور، مکتب او ديني مدارسو سره وصلول کولاى سي، چي ډيري ستونزي حل کړي.
ددغه پلاوي مشر وويل، چي دوى د خپلو پلانونو د عملي کولو لپاره په ولاياتو کي د دولتي ادارې پوره ملاتړ ته اړتيا لري او په دې برخه کي بايد هر ډول مرستي او همکارۍ وسي.
هغه زياته کړه، چي دوى به، په ټول توان هڅه وکړي، چي ياد سوى مثلث په کار واچول سي، ځکه په خبره يې، چي خورا يوه کارنده طرحه ده.
سلامونه
اصلاً په ٢١قرن كي مدرسي د مشومانو سره يوه لويه جفا او لوي خيانت دي.
ماشومان بايد چه تر ١٢ تولگي شونزيو ته واستول شي او باد له هغه شاگردان كواي سي تسميم ونيسي چه په پوهنتونونو كه كومه ريشته د زان لپاره غوره كوي
اوس چه هغه ماشومان شونزيو ته زي او هغه ماشمان چه مدرسو ته زي زمكه او اسمان توپير لري ، د مدرسو د ماشومان په ذهن كي د شونزيو ماشومان د كفر اولاد شكاري در حال كه د افغانستان شونزي هم اسلامي دي . او دا د وسني جنگ او بدبختي يو له عواملو نه هم همدادي. تاسو ملايانو ته وگوري چه د دوي په فكر هغه خلك چه له شونزيو او پوهنتونونو نه فارغ شوي دوي (ملايان) ورته د كفر او مرتد په سترگو گوري.
د افغانستان د تولني د حل لاره د مدرسو له بينه ورل او ماشومان شونزيو ته ليژل
په هيله د يوالي او سمسور افغانستان
زه له والی سخه دیره مننه کومه زه په بهر کی درس وایم خو دیر په خواشینی سره باید ووایو چی بعضی ورونه داسی لیکنی کوی چی دانسان زره پری درد وکری گوره ته یو ملگری چی نوم یی تور جان دی ویلی یی دی چی باید په 21 قرن کشی مدرسی نه بلکی تنها عصری علوم زده کری چی دا خبره دیره نا سمها ده اول داچی که دی ده پلار مدرسی ته یو دوه ورزی تلی وای نو دی ده نوم به صحی ایشی وای ما په کابل کشی په پوهنتون کشی درس ویلو دی ثقافت دی65 کسیزه محصلینو داخلاص دی سوری پوشتنه وکری 20 کسو تقریبا صحی وویله دا خلک خو به اخیر الله ته ورزی کنه؟ دیر دی آه زای دی…
دمدرسی خلاصه دمساجدوعلمادی دشونزی حاصل دولس ډاکټرانجنراقتصادپوه وغیره دی داهیس ټکرنه سره لری خومکتب چی دعسویت یهودیت سکولریزم زیژندزی سی ضروربه ی دمدرسی شاګردان مخ ته دریژی فه نن عصرکی دمدرسی حاصل ملامحمدعمراخنداودهغه فیروان دی دمکتبه حاصل حامیدکرزی اودهغه فیروان دی نورقضاوت تاسی خفله وه کړی