خبرپاڼه
نېټه١٣٩٢، ٠٤، ٢٤
کندهار افغانستان- کندهار والي نن په دغه ولايت کي عدلي او قضايي ارګانونو ته هدايت وکړى چي د برېښنا رياست هغه کارکوونکي دي د عدلي تعقيب لپاره ور وغواړي چي په فساد کي لاس کي لري.
پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا نن سهار د خپل کار په دفتر کي د کندهار ولايت د برېښنا رياست له مسؤلينو سره وکتل او هغوى يې ته جدي سپارښتنه وکړه چي په خپلو کارونو کي د فساد او درغليو مخه ونيسي او ټول هغه کسان توقيف او جريمه کړي چي په غير قانوني توګه برق استفاده کوي.
نوموړي د اداري پر ضد د څارنوالۍ مسؤلينو ته هم وظيفه وسپارله چي د برېښنا رياست هغه کارکوونکي تر عدلي تعقيب لاندي ونيسي چي په تېرو مياشتو او کلونو کي يې په مستقيم او غير مستقيم ډول زورمندانو او قانون ماتوونکو ته ددې زمينه مساعده کړې چي په غير قانوني توګه له برق څخه مستفيد سي.
ښاغلي ويسا زياته کړه هغه کسان چي وظيفي يې په تعليق لوېدلي وي بيرته خپل کارونه پيل کړي خو په عين حال کي يې يادونه وکړه چي بايد د ټولو دوسيې وڅېړل سي او د اسنادو تر موندلو وروسته په فساد کي ښکېل، لوړ رتبه او ټيټ رتبه مامورين زندانيان سي.
هغه د برق رياست مسؤلينو ته وويل چي د کندهار اوسېدونکو ته د برېښنا برابرول يې اولويت دى او په دې برخه کي هيڅ ډول فساد، ټګي، غير قانوني او ناوړه استفاده ورته د منلو وړ نه ده او نه به هم کوم شتمن او زورواکى پرېږدي چي د يوه عادي کندهاري د برېښنا حق وخوري.
نوموړي ددغه رياست مسؤلينو ته امر وکړى چي د يوه منظم ټيم په توګه کار وکړي او تر ټولو خپل منځي مشکلاتو ور هاخوا د يوه ګډ هدف لپاره چي هغه د کندهاريانو لپاره د برېښنا اماده کول دي کار وکړي.
کندهار والي د امنيه قومندانۍ د کشف امريت او د فساد پر ضد د مبارزې څارنوالۍ ته امر وکړى چي د برېښنا رياست د مسؤلينو کارونه سر تر پايه وڅيړې او ځان ډاډه کړي چي د ياد رياست مسؤلين په رښتينې توګه د تيرو او اوسنيو قضيو او د فساد د له منځه وړلو کار کوي.
هغه دغه راز د برېښنا رياست مسؤلين او د عدلي ارګانونو مفتشين مؤظف کړل چي روزانه د خپلو لاسته راوړنو او فعاليتونو راپور خپله شخصاً له هغه سره شريک کړي او د ستونزو د حل لپاره ګډ کار وکړي.