د کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي نن په امنيتي غونډه کي وويل چي ټولي امنيتي ستونزي، ننګوني او وړانديزونه همدا نن ولسمشر ته وړاندي کوي او د هواري لپاره يې د جدي اقداماتو غوښتنه ځني کوي.
ښاغلي عزيزي په امنيتي غونډه کي د کورنيو چارو وزير تاج محمد جاهد ته ټليفوني زنګ وواهه او ټولي هغه ستونزي، ننګوني او وړانديزونه يې ورته وويل چي امنيتي ځواکونه ورسره لاس او ګرېوان دي او د هغو ستونزو د ژر تر ژره هواري غوښتنه… يې ځني وکړه.
کندهار والي امنيتي ځواکونو ته وويل: که موږ غواړو چي د کندهار اوسېدونکو ته خجل ونه اوسو، وجداني ارامي ولرو او د دغو ځورېدلو خلکو د ژوند غم وخورو، نو د خدای په لحاظ د خپلو خلکو په خاطر راسئ نن دلته تعهد وکړو چي وظايف به په سم ډول مخته وړو، په امنيتي ليکو کي به نيمګړتياوي او ستونزي له منځه وړو او له موجوده امکاناتو څخه به اعظمي استفاده کوو.
ښاغلي عزيزي زياته کړه چي د امنيتي ليکو ټولي ستونزي يې ياداښت کړې او نن به دغه ستونزي ولسمشر ته وړاندي کړي او غوښتنه به ځني وکړي چي اړوندو وزارتونو ته جدي هدايات وکړي چي دغه ستونزي ژر تر ژره هواري کړي.
د ملي امنيت رئيس تورنجنرال قدرمحمد خان قدر وويل چي ترهګر ډېر ضعيف سوي دي او په دې وروستيو کي يې په ځينو سيمو کي د عملياتو پر مهال د ترهګرو د يو شمېر قومندانانو په ګډون ۳۳ ترهګر نيولي او ۶ نور وژلي دي. هغه زیاته کړه چي د عملياتو پر مهال يې د ترهګرو يو شمېر وسلې هم له منځه وړي او تخريب کړي دي.
د امنيه قومندانۍ د امنيت آمر مل پاسوال رحمت الله اطرافي وويل چي کورنيو چارو وزارت اکثره وختونه د دوی اړتياوي نه ورپوره کوي، نو ځکه دوی له ستونزو سره مخ کيږي. نوموړي له کندهار والي څخه غوښتنه وکړه چي د دوی اړتياوي له کورنيو چارو وزارت سره شريکي کړي او د هواري لپاره يې اقدامات وسي. هغه زياته کړه چي تېره اوونۍ يې ۲ ترهګر وژلي، ۲۱ مشکوک کسان يې نيولي، ۱۸ ماينونه يې کشف او شنډ کړي او ۵۰ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي يې نيولي دي.
د ملي اردو د ۳ لوا قومندان وويل چي تېره اوونۍ يې ۱۷ ماينونه کشف او شنډ کړي دي او د سرحدي ځواکونو قومندان د يوه ماين د کشف او شنډ خبر ورکړ.