کندهار پریس کلب د شهید نوري دقاتلینو دنیول کېدو غوښتنه کوي
په ډیره خواشني سره باید ووایو چي زموږ د مطبوعاتو د کورنۍ یو غړی تیره ورځ په هلمند کي د نامعلومو کسانو لخوا په شهادت رسیدلي دي .
نوراحمد نوري په هلمند کي دبست راډیو فعال غړی او د نیویارک ټایمز پخوانی همکار وو .
د کندهار پریس کلب او دکندهار ټول خبریالان دغه پیښه غندي او دخدای ج دلوی دربار څخه شهید ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې دجمیل صبر غوښتنه کوي .
کندهار پریس کلب دموقع څخه په استفادې پر دولت او په خاص ډول دهلمند پر چارواکو ږغ کوي چي د شهید نوري قاتلین ونیسي او جزا ورکړي .
په درنښت
کندهار پریس کلب