تاند، سه شنبه، د حوت ۲۰مه: د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ د حوض مدد په سیمه کې یو ځانمرګي بریدګر د پولیسو لخوا وویشتل شوی او ورپورې تړلیو توکو انفجار کړی دی.
د کندهار امنیه قومندانۍ له مطبوعاتي دفتر څخه تاند ته په استولې خبر پاڼه کې راغلي چې نن سهار لس نیمې بجي د کندهار ژړۍ ولسوالۍ د حوض مدد سیمه کې یو ځانمرګی برید ګر، هدف ته تر رسیدو وړاندې پولیسو پیژندلی او په ډزو یې له منځه وړی دی.
امنیه قومنداني وایي، پېښه کې کوم چاته زیان ندی رسیدلی.