تاند- د کندهار ولایت چارواکي وايي چې پرون یې ډیورند کرښې ته نژدې درې نیم زره ماینونه کشف او له منځه وړي دي.

د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر له یوې خبرپاڼې سره سم دا ماینونه، چې په یوه تراکتور کې بار شوي ول، د پولیسو له لوري د ښوراوک ولسوالی د دولنګي د سیمي په سمن کارېز کي کشف شول.

پولیس وايي په ټراکټور کې۳۵۰۰ ډول ډول ماینونه ځای پر ځای شوي ول. د دوی په ادعا دا تراکتور، چې دوه تنه پکې ناست ول، له پاکستان څخه راوښتی و.

 پولیس وايي چې د استخباراتي معلوماتو پراساس یې د یوه کمین پر مهال د ټراکټور د درېدو امر وکړ، په ټراکټر کي دوو ناستو کسانو ټراکټور ونه دراوه او پوليسو  پرې ډزي وکړې چي پر مهال يې ټراکټور انفجار وکړی او ناست دواړه وسلوال مخالفان ووژل شول.

دوی نه دي ویلي چې د ماینونو شمېر څرنګه ورته څرګند شو خو ادعا یې کړې چې په تراکتور کې یې د ماینونو د موجودیت په اړه کره استخباراتي معلومات لرل.

یاده پېښه کي افغان ملي امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته هیڅ راز د سر ومال زیان نه دی پېښ شوی.

One thought on “کندهار چارواکي: ۳ نیم زره ماینونه شنډ شول”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *