تاند، دوشنبه، د سنبلې ۲۵مه: په کندهار ښار کې شاوخوا ۲۵ نارینه او ښځینه رضاکاره ځوانانو د هڅو په پایله کې نن دیو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کي د “سولې عامه کتابتون” په نوم یو ستر او بډای کتابتون پرانیستل شو.
دغه رضاکاره ځوانانو د څلورو میاشتو په ترڅ کې د کندهار ولایت د بېلابېلو ادارو او ټولنو په مرسته تر دا مهاله (۳۸۷۰۰) ټوکه بېلابېل کتابونه راټول کړي دي.
د دغه کتابتون د پرانیستې مراسم نن په کندهار کې جوړ شوي وو چې ګڼو ځوانانو پکې ویناوې وکړي او دکتاب لوستنې پر اهمیت او دآزادي مطالعې په مټ دځوانانو دعلمي ظرفیت لوړاوي او زیاتي پوهې ترلاسه کولو په موخه، په هیواد کي د ورته کتابتونونو پر جدي اړتیا او رامنځته کیدو خبرې وکړې.
په ورته وخت کې د یاد کتابتون پرانیستغونډې ته راغلي ګډونوال کندهار ښار کي دداسې یو سمبال او په هره مانا په تول پوره وړیا کتابتون پرانیستل یو لوی نوښت او نېک ګام یادوي.
دوی له ځوانانو څخه غواړي چې د ذهني پیاوړتیا او لا ډېرو مالوماتو حاصلولو په موخه، په یاد کتابتون کې له موجودو کتابونو پوره ګټه واخلي.
دا لومړی ځل دی چې دکتاب لوستونکو لپاره په کندهار ولایت کې د “سولي عامه کتابتون” په نوم وړیا کتابتون پرانیستل کیږي.
یاد ولایت د خپلوڅنګلورو ولایتونو په پرتله دا مهال له نسبتاً ډاډمن امنیت څخه برخمن دی چېري چې دپوهنې چارواکو په وینا د څه دپاسه ۲۰۰۰۰ محصلینو ترڅنګ، دا مهال ۳۵۰ زره زده کوونکي په ۳۷۶ ښوونځیو کي په کندهار ښار او ولسوالیو کي په زده کړو بوخت دي.