تاند، یکشنبه، د جدي ۲۲مه: په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د غوڅ ملاتړ قومندانۍ تایید کړه چې په کندهار کې د سړک د غاړې یوې چاودنې ۲ امریکايي سرتېري وژلي او ۲ نور یې ژوبل کړي دي.
ناټو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا پېښه په کندهار کېد سړک د غاړې لېډ ماین چاودنې له کبله شوې.
د ناټو د اعلامیې په حواله دغه سرتېري د یو لړ عملیاتو لپاره روان وو چې په وینا یې د امریکا د پالیسۍ له مخې به د مړو او ژوبلو سرتېرو هویت ۲۴ ساعته وروسته په ډاګه شي.
طالبانو د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
دا په سږ ۲۰۲۰ کال کې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د وژل کېدو لومړنۍ پېښه ده، تېر کال هم د راپورونو په حواله په افغانستان کې ۱۷ امریکايي سرتېري، ۲۰۱۸ کې ۱۳، ۲۰۱۷ کې ۱۱، ۲۰۱۶ کې ۹ او ۲۰۱۵ کې ۱۰ امریکايي سرتېري وژل شوي دي.