تاند، جمعه، د قوس ۲۹مه: د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د مساپرو د یو موټر چپه کېدو پېښه کې ۹ تنه وژل شوي دي.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي تاند ته وویل، پېښه د ارغنداب په خواجه ملک سیمه کې شوې چې ۱ نارینه، ۴ ښځې او ۴ ماشومانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړی وايي، د ملکیانو دا موټر د شاولیکوټ له ویاند سیمې څخه کندهار ته روان و چې په لاره کې یو کانال ته ورغورځېدلی دی.

نوموړی د پېښې علت په اړه څه نه دي ویلي، خو د افغانستان د ترافیکو پولیس اکثره مهال د دغسې پېښو علت د موټرچلوونکو بې احتیاطي په ګوته کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *