تاند، سې شنبه، د میزان ۳۰مه: د کندهار امنیتي چارواکو تایید کړه چې سپین بولدک کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې لس پاکستاني پوځیان او طالب وسله وال وژل شوي دي.
د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي تاند ته وايي، طالبانو او پاکستاني ځواکونو تېره ورځ د سپین بولدک په سیمه کې د افغان پوځیانو پر پوستو په ګډه بریدونه کړي چې په نتیجه کې یې ۱۰ پاکستانیان او طالبان وژل شوي دي.
د ښاغلي احمدي په خبره پېښه د سپین بولدک ولسوالۍ په سرو ساهانو په سیمه کې شوې او پاکستاني پوځیانو له طالبانو سره په ګډه پر افغان لوري برید کړی دی: (( شمېر یې لا معلوم نه دی چې په لسو وژل شویو پاکستاني پوځیانو او طالبانو کې یې څو طالبان او څو پاکستاني پوځیان دي خو په دې نښته کې اته پاکستاني پوځیان او طالبان ټپیان شوي هم دي.))
نوموړی وايي، نښته له تېرې شپې راهیسې روانه ده او لا هم خال خال ډزې کېږي، خو افغان سرحدي ځواکونو ته پکې تلفات ندي اوښتي.
سپین بولدک د ډیورنډ پر فرضي کرښه پرته ولسوالي ده چې هاغاړه ترې پاکستاني پوځیان دېره دي او دېخوا ته یې طالبان پراخ حضور ساتي.
په معروف ولسوالي کې لسګونه طالبان وژل شوي یا ټپیان دي
له بلې خوا د کندهار د امنیتي چارواکو په وینا د دې ولایت په معروف ولسوالي کې ۱۶ طالب وسله وال وژل شوي دي.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویندوی جمال ناصر بارکزي رسنیو ته وويل چې طالب وسله وسله وال د افغان پولیسو په ځوابي برید کې ووژل شول.
بارکزی وایي، په دې ځوابي برید کې، چې نړیوالو ځواکونو هم د پولیسو ملاتړ وکړ، ۱۲ نور طالبان ټپيان شوي هم دي. هغه په دې پېښه کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلو په اړه څه ونه ویل.
معروف د کندهار یوه ناامنه ولسوالي ده. سږ کال په دې ولسوالي کې د سرحدي پولیسو پر یوه مرکز د طالبانو په پراخه حمله کې په لسګونو پولیس ووژل شول.