تاند، یکشنبه، د جدي ۸ مه: په کندهار کې د لومړي ځل لپاره د شوتریو یا شتر مرغانو د روزنې فارم جوړ شو.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تاند ته په یوې استولې خبرپا کې ویلي چې دا فارم د خصوصي سکټور لخوا جوړ شوی او په کندهار ولایت کې د خپل ډول لومړنی فارم دی چې تر اوسه ترې ۶ زره شترمرغان پلورل شوي دي.

دغه وزارت کندهار ، کابل او نور ولایتونه د شترمرغانو د غوښې مهم بازارونه بولي او وایي، غوښه یې د وسپنې لرلو تر څنګ د وینې غوړو او لوړ فشار ته ډېره ګټه لري.

شترمرغ یو افریقایي مرغه دی چې په یوه ساعت کې د ۷۰ کیلومتره سفر کولو وړتیا لري.

دغه مرغه له ۶۴ نه تر ۱۴۵ کیلوګرامو پورې وزن او تر ۲ اعشاریه اته مترو پورې قد لري، چې د غوایانو او پسونو د غوښو ښه بدیل دی.

د کرنې وزارت وایي، د شترمرغانو روزنه ډیر کم مصرف غواړي.

One thought on “کندهار کې په لومړي ځل د نایابه نسل شترمرغانو فارم جوړ شو”
  1. ایله یو ښه خبر له کندهاره، د ژوند خبر، کنه دغه ولایت خو د سپګنو طالب ځناورو لوی فارم دی. وایم د شترمرغ د غولو بلا دې په ټالیب وګرځي، د شترمرغ غول خو به ځمکې و زراعت ته ګټه ورسوي. اوس نو تاسو راته د ټالیب د خلقت دغولو په اندازه راته وښایئ

    ټالیب د شترمرغ له غولو هم په تله سپک وخوت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *