تاند، دوشنبه، د حمل ۲۵مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د کورونا ۵۸ مثبتې پېښې ثبت شوې چې ورسره ټولې پېښې ۶۶۵ ته رسېدلې دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار تاند ته وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر ټولو زیاتې ۲۸ پېښې په کندهار کې ثبت شوې دي او کابل ورپسې په ۱۳ نویو پېښو دویم نمبر کې روان دی:
د مایار په خبره په کابل کې ټولې پېښې ۱۰۲ او په کندهار کې ټولې پېښې ۷۵ ته لوړې شوې دي.
نوموړی وايي، په هرات کې هم تازه ۷ پېښې ثبت شوې دي درې تنه په کورونا د لومړني اخته کس بریالي د کورنۍ غړي دي، او څلور نور ناروغان د ښار اوسېدونکي دي: (( د هلمند تازه پېښو کې ۳ ښځې او څلور نارینه دي، دوه پېښې په کې پخوا څخه موجودې وې چې مجموعي شمېر یې ۹ ته لوړشویدی.))
د مایار په خبهر په نیمروز کې هم شپږ او په تخار کې ۳ او په کندوز کې یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.
نوموړی وايي، تراوسه په ټول افغانستان کې ۴۳۱۴ مشکوکې پېښې څېړل شوې دي، چې ۶۶۵ یې مثبتې دي، ۲۱ ناروغان یې مړه شوي دي او ۳۸ نور روغ کور ته ستانه شوي دي.