تاند، شنبه، د اسد ۱۲مه: د کندهار ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوندو کې یوې چاودنې ۸ کسه ملکیان ټپیان کړي دي.
د کندهار امنیتي چارواکي وايي، دا یو موټر سایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو چاودنه وه چې نن له غرمې وړاندې یوولس نیمې بجې له دویمې امنیتي حوزې سره نږدې شوې ده.
د کندهار امنیه قومنداني وايي، پېښه کې د دوه ښځو او دوه ماشومانو په ګډون اته ملکیان ټپیان شوي دي.
د برید مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو دا په داسې حال کې ده چې تر دې څه موده وړاندې د کندهار پر امنیه قومندانۍ برید ۱۵۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې او سوداګرو ته یې ۳۰۰ میلیونه افغانۍ تاوان رسولی و.