تاند، شنبه، د اسد ۵مه: کورنیو چارو وزارت وايي، دغه ولایت کې د امنیه قومندانۍ منسوبینو له ملي امنیت سره په ګډه د یو لوی موټر بم برید پلان خنثی کړی دی.
کورنیو چارو وزارت تاند ته په یوه را استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، طالب ترهګرو بیګاه شپه غوښتل په یو مازدا موټر کې چې ۴ زره کېلو ګرامه چاودېدونکو توکو نه یې ډک کړی و، موټر بم برید وکړي، خو د کندهار ملي امنیت ریاست دا موټر کشف او د پنځمې حوزې اړوند شور اندام سیمه کې يې خنثی کړ.
کورنیو چارو وزارت وايي، د دې برید په تړاو دوه کسان هم نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې د چې همدا نن هم طالبانو د غزني په آب بند ولسوالۍ موټر بم برید کې نږدې ۳۰ امنیتي سرتېري ټپیان کړي او ۴ نور یې وژلي دي.
دغه راز څو ورځې وړاندې هم د کندهار امنیه قومندانۍ پر ودانۍ ډله ییزو او موټر بم برید کې له سلو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او سوداګرو ته یې هم ۳۰۰ میلیونه افغانۍ تاوان واړاوه.