تاند، چهار شنبه، د قوس ۲۰مه: د کندهار په عینو مېنه کې د ۷۰ ملیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د سنو فارما په نوم د درملو د جوړونې تر ټولو لویه فابریکه جوړیږي.
د کندهار والي چې د دغې فابریکې د جوړېدو چارو ارزونې ته ورغلی و وايي، د فابریکې شریکوالو ورته ویلي چې، دغه فابریکه به د ۷۱ پانګه والو له لوري په ۲۷ جریبه ځمکه کې د یوه کال په ترڅ کې جوړېږي، چې په ۷ ساعته کې به دوه میلیونه ټابلېټو، یو میلیون کپسول او سل زره سېرومونو د تولید وړتیا ولري.
نوموړي په دې اړه پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې، د درملو د جوړونې دغه خصوصي فابریکه باندې به د جوړېدو برخه کې ۳۰ میلیونه ډالر لګښت راشي، چې تر اوسه ۱۲ میلیونه ډالر پرې مصرف شوي او په وینا یې پر دغه فابریکه ښايي تر ۷۰ میلیونه ډالرو پانګونه وشي.
افغانستان د درملو د جوړونې له پلوه پر ځان بسیا هېواد نه دی او اوس هم د خپلې اړتیا وړ درمل له پاکستان، هند، ایران او ترکیې څخه تر ډېره واردوي.
څه موده وړاندې د روغتیا وزارت ویلي وو چې افغانستان دا مهال په کور دننه نږدې ۲۰ قلمه درمل پخپل جوړولی شي.