تاند، شنبه، د سنبلې ۲۳مه: د کندهار امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه دوه نفوذي پولیسو د شاولیکوټ په دامانۍ سیمه کې د یوې پوستې ۱۱ سرتېري وژلي دي.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند پېښه تایید کړې خو وايي، دقیق معلومات به یې له رسنیو سره وروسته شریک شي، مګر یوې بلې امنیتي سرچینې بیا ویلي، دوه نفوذي پولیسو چې تازه جذب شوي وو، په شاولیکوټ ولسوالۍ کې یې د خپلې پوستې ۱۱ ملګري پولیس وژلي دي چې په وژل شویو کې د پوستې قومنان سیف الله هم  شامل دی.

 سرچینه وايي، پېښه تېره شپه شاوخوا دولس بجې شوې او نفوذي پولیسو د خپلو ملګرو وسلې او رنجر موټرې هم له ځان سره تښتولې دي.

تر اوسه طالبانو د پېښې په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

  شاولیکوټ د کندهار هغه ولسوالي ده چې له زابل او ارزګان سره پوله لري او له دغو سیمو څخه شاولیکوټ ته اوښتونکي طالبان وخت ناوخت له امنیتي ځواکونو سره نښتې هم کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *