تاند، جمعه، د دلوې ۲۵مه: افغان ځواکونو د کندوز په چهاردره کې د طالبانو لخوا برید لپاره استول شوی موټر بم له منځه وړی دی، خو دشت ارچي ولسوالۍ کې بیا د طالبانو ماین هم تېره شپه پنځه ماشومان وژلي او ۳ ژوبل دي.

د پامیر ۲۱۷ قول اردو تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، دغه موټر چې له چاودېدونکو توکو ډک و تېر ماښام د چهار درې په چوراق کلي کې د افغان ځواکونو لخوا په نښه شوی او له منځه وړل شوی دی.

خرپاڼه وايي، نن سهار یې د همدې ولسوالۍ په جمعه بازار سیمه کې د هوايي برید په ترڅ کې د طالبانو یو هاموي موټر هم له منځه وړی دی.
په همدې حال کې د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي تاند ته وايي، تېر ماښام د طالبانو یو ماین د یوې مدرسې ۵ ماشومان وژلي او ۳ نور ژوبل دي.

نوموړی وايي، پېښه د شهیروان کلي کې د مولوي احمد د مدرسې مخې ته شوې ده.
طالبانو د دغو ټولو پېښو په اړه لا څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *