تاند، جمعه، د قوس ۱۵مه: د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو د یو برید له کبله د دوو پوستو ۱۱ افغان سرتېري وژل شوي دي.

 د کندوز د ولایتي شورا مرستیال صفی الله امیري په دې اړه تاند ته وايي، تېره شپه ۱۲ بجې طالبانو د قرغان او قرغېز د کلیو پر پوستو بریدونه کړي دي چې په ترڅ کې یې ۱۰ ملي او یو محلي پولیس وژل شوی دی: (( په وژل شویو کې د یوې پوستې قومندان محمد ظاهر هم شامل دی.))

ښاغلی امیري تاند ته وايي، چې په دې جګړه کې پنځه سرتېري ژوبل شوي اوو ۳ یې طالبانو له ځان سره برمته نیولي دي.

 په همدې حال کې د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي هم تاند ته په امام صاحب ولسوالۍ کې د تېرې شپې نښتې تاییدوي، خو وايي په دې نښته کې دواړو غاړو ته تلفات اوښتي چې اوس یې دوی کره معلومات نه لري: (( هلته مخابراتي شبکې کار نه کوي او موږ هم د جزیاتو په ترلاسه کولو بریالي شوي نه یوو.))

  دا په داسې حال کې ده چې طالبانو بیا ویلي، چې د امام صاحب ولسوالۍ د تېرې شپې په جګړه کې یې د یو قومندان په ګډون ۱۴ سرتېري وژلي او ۴ نور ژوبل دي.

 طالبانو ادعا کړې چې په دې نښته کې یې یو قومندان او دوه ساتونکي ورسره برمته وړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *