له کله نه چې د کندز په ارچی کې په مدرسه باندي دافغان هوایې ځواک لخوا برید وشو نو په برید کې د یو شمیر بي ګناه ملکې وګړو ترڅنګ د طالبانو ډیر لوړ پوړي چارواکې هم ووژل شول او دا خو هسي هم ښکاره خبره ده چې په تیرو څو کلونو کې طالبانود مدرسي ، مسجد ، شوونځې او دخلکو له کورونو څخه د سنګر استفاده کړې ده او زیات وخت یې هڅه کړې ده چې د خلکو دپاکو دینې احساساتو څخه دهمدي مقدسو ځایونو په واسطه کار واخلې او له دي احساساتو بیا خپلې لیکې پیاوړي کړي طالبانو دا تجربه دپاکستان د ددینې مدارسو او هغه پاکستاني علماوو څخه کړې کوم چې د پنجاب ملایان دي ، زه دا نه وایم چې په دي مدرسه کې به ملکې وګړې نه وی شهیدان شوی هغه چې شهیدان شوي واقعیت کې دافسوس خبره ده خو مهمه مسله داده چې دا زمینه څوک برابروي چې دملکې وګړو دمرګ ژوبلې او زمونږ دمقدسو ځایونو د ویجاړولو لامل کېږي بل مهمه خبره داده چې دپاکستان رسنۍ او ترڅنګ یې دهغوۍ ګوډاګیان په  کور دننه ولې داسي تبلیغاتو ته بیا زور رورکوي په داسي حال کې چې طالبانو په ممبر او محراب کې هم بمونه کیښودل خو نه پاکستاني رسنیو غبرګون وښودلو او نه هم په کور دننه نیکټایې دارو طالبانو که مونږ وګورو د پاکستان دلال مسجد پيښي ته په سلګونو د دین دزده کړې طالبان یې شهیدان کړل چې ان ښځې په کې هم وي خو هیچا غبرګون ونه ښودلو ، که مونږ وګورو داختر په لمانځه کیې یې په لوګر کې په قران شریف کې بم ایښي وو او دوخت دلوګر والي ارسلا یې شهید کړ خو هیڅ نیکټایې دار طالب غبرګون ونه ښودلو ؟

دا د پاکستان د نن /پنجشنبه) د ورځې د څو انګلیسي ورځپاڼو عنوانونه دي

نو ښکاره خبره ده چې پاکستان او دهغوۍ اجنټان یوازي ددي فرصت په لټه کې دي چې څنګه وکولې شي له داسي حادثاتو څخه د افغانانو د لاوژنی لپاره استفاده وکړې اوس چې دپنجاب رسنۍ کوم جعلې انځورونه خپروي یوازي ددي لپاره دا کار کوې چې څنګه وکولې شي له دي لاري څخه دعامه افغانانو ذهنونه خراب کړي کنه هغه ویډوګانې چې له بمبار مخکې او وروسته اوس رسنیو ته راوتلې دي په ښکاره ددي څرګندوې کوې چې هلته د طالبانو غونډه وه او هغوۍ هڅه کوله چې دکندوز  او یاهم په شما کې په دولتې تاسیساتو بادي پراخ بریدونه ترسره کړې او له دي ناستې څخه دخپل جلب او جذب لپاره کار واخلې او هڅه یې کوله چې له دي لاري څخه ځوانان په احساساتو راولې .

نو که مونږ وګورو طالبانو ددی زمینه برابره کړي ده چې په داسي سیمو کې ملکې وګړو ته هم مرګ ژوبله واوړي او ښکاره خبره ده چې په جنګ کې حلوانه ویشل کېږي او کله چې جګړه وی طبعې ده چې ملکې وګړې به هلته خپل ژوند له لاسه ورکوي خو په دي برید کې تر برید کونکو اصلي طالبان ملامت دي چې دخلکو له احساساتو او مقدساتو څخه غلطه استفاده کوې ورپسی دهغه نیکټایې داره طالبانو چې په  کابل کې ناست دي ګیله نه ده په کار هغوۍ دسولي چغې او همدارنګه دارنګه مسایل یوازي دخپلو پروژو لپاره کوې دوۍ ټول دا کار د خپلو پروژو او پیسو لپاره کوې او ددوۍ یوازینۍ هیله داده چې څنګه وکولې شي له دي لاري پیسي تر لاسه کړي دوۍ نه دولس له غمه مړه دي او نه هم د هېواد دوۍ ته چې بادار کومه خبره کوې هماغه عملې کوې او بس چې وروستۍ بیلګې یې روښانه دي ځکه ددوۍ او دپاکستان دا ISIخبره یوه ده او کوم تبلیغات چې دهغوۍ رسنۍ کوې او کوم میسج چې هغوۍ ورکوي هماغه میسج دوۍ هم خپروي او داسي ښایې  چې دوۍ دهېواد دغمه داکار کوې خو په اصل کې دوۍ یوازي دپاکستان اجنډا مخ ته وړي او بس .

نو دپاکستان وروستیو تبلیغاتو ته چې دملایانو ، میډیا او نورو لارو یې په لاره اچولي ویلي شو چې پاکستان له دي پيښي دځان او طالبانو په ګټه باندي تبلیغات کوي خو دوۍ باید پوه شي چې افغان ولس اوس هغه نه دی او د ښه او بد تفکیک کولې شي .

One thought on “کندوز او د پاکستان تبلیغاتي جګړه | سپين سهار”
  1. وروره! فقط د کنجکاوی له مخی غواړم پوه شم چه سپین سهار همهغه قاری صاحب محترم دی او که ښاغلی دانش صاحب
    البته زه متأسفانه یو هم نه پېژنم خو کیسه کوم بل ځای بنده ده چه د توضیح اړتیا ئې نشته

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *