همایون بابر –

 د کندوز ولایت یو شمیر بزګران وايي د تیر کال په پرتله په دغه ولایت کې د خټکیو حاصلاتو کې زیاتوالې چې بزګران هم په تعجب او حیرانتیا کې اچولي دی.

تیر کال د کندوز ولایت ګڼ شمیر بزګرانوته د خټکې مچ اویوبل ډول ناروغۍ  له امله سخت مالی تاوانونه ور اوښتې وو چې نږدی ۹۰ سلنه فصلونه يي له منځه تللی و.

 د کندوز ولایت کرنې ریاست د نباتاتو د حفاظې امر عبدالشکور وايي تیر کال د کندوز بزګرانو واقعاْ سخت تاونونه ګاللې وو، هغه زیاته کړه

 (( تیرکال د خټکې مچ ګڼ شمیر بزګرانو ته تاونونه اړولي وو، ان هغوي پرکښت لګول شوي روپۍ هم لاسته رانه وړي،سږکال کرنې وزارت پروخت بزګرانو ته د خټکې مچ مخنوي لپاره یو ډول ځانګړې درمل وویشل چې له نیمکرغه ډیره ښه پایله يي ورکړي ده، سږنې فصل نه بزګران هم  راضي ښکاري. ))

شکور وايي تیر کال د خټکې مچ سربیره یو بل ډول  ناروغۍ هم شتون درلوده، چې د خټکې د پوستکې سستوالې په نوم یادیده تیر کال يي بزګرانو ته  سختت تاوان رسولي وو.

 ددغه نارغۍ نمونه مرکز ته د څیړنې لپاره واستول شوه، (( وروسته له څیړنو کرنې وزارت په اثبات ورسوله چې دا يو ډول قارچې ناروغۍ ده او درمل یی ورته تجویز کړل ، سمدستې مود ۷۳ جریب ځمکې لپاره ‌ذخیره درمل درلودل چې بزګرانو ته مو په وخت وویشل، بزګران د کرنې ریاست ددغه اقدام ځنې راضي دی.))

بل لورته د کندوز ولایت بزګران هم سږکال د خټکیو حاصلاتو نه خوښې څرګندوي دوی وايي د تیر کال تاوانونه يي سږکال پوره کړل.

 د چاردرې د قریه یتیم سیمې یوتن بزګر محمد صادق وايي (( تیر کال مو ډیر تاوان وکړ، ډیری بزګرانو سږکال خټکې کرنې ته زړه نه ښه کاوه چې ګوندي بیا زیان ومومي، خو له نیکمرغه سږکال دیوجریب نه کابو ۳۰۰ دانې خټکې لاسته مو راوړل.))

همدغه راز یوبل تن بزګر چې خپل نوم محمد رحیم راپیژنې او د جکرمه کلۍ اوسیدونکې دی وايي، (( سږکال چیري یو نیم دانه خټکې چنجې ولري نور ټول ښه دی، نرخ يي هم اوچت دی ، ډیری تجاران يي کابل ته لیږدوي، کرنې ریاست پروخت درمل بزګرانو ته توزیع کړل. ))

کندوز په شمال ختیز کې د تازه میوو په کتار کې د خټکې د کرکیلې له مخې د نوم نښان ولایت دی خو په وروستیوکې پرله پسې  وچکالیو او د کرنې برخې ته کمې پاملرنې له امله يي بزګرانو سسخت مالې تاونونه ولیدل، چې سږکال يي بزګران د کرنې ریاست لخوا د ځینو درملو توزیع له امله د فصلونو ښه والې له امله خوښي څرګندوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *