امنیتي سرچینو وویل چې طالبان د کندوز د ولایت مقام او امنیه قومندانۍ ته د نژدې کېدو په حال کې دي.

یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط تاند ته وویل چې طالبانو د ولایت محبس نیولی، بندیان یې خوشي کړي دي.

شاهدان وايي چې طالبانو د کندوز د ملي امنیت دفتر هم نیولی دی او اوس د ولایت د مقام په څو سوه مترۍ کې دي.
څرګنده نه ده چې د کندوز چارواکي په خپلو دفترونو کې دي او که وتلي دي.

ګومان کېږي چې ډېری چارواکي به د کندوز هوايي ډګر ته تللي وي.


طالبانو بیا ادعا کړې چې ټول ښار یې نیولی او اوس د دولتي ادارو په تصفیې بوخت دي.


حو د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري او د کندوز د والي ویندوی دا ادعا ردوي او وايي چې طالبان یې د ښار له مرکزي برخې په شا تمبولي دي

وروستي راپورونه وايي چې ټول ښار طالبانو نیولی او امنیتي خواکونه یوازې په هوايي ډګر او بالاحصار کې پاتې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *