ځينو خلکو د کندوز له پېښې سره جوخت د نظام خلاف خولې پرانستلې، او خپل اصليت يې ښکاره کړ.
حتا ملي امنيتي ځواکونو ته يې بد رد او کنځلې وکړې.

هغه ساتونکي چې خپل هر څه يې د هېواد د بچيو د سر د امن لپاره په خطر کې واچول.
هغه سرتېري چې د جنګ په لومړۍ کرښه کې يې دوه پرلپسې ورځې په ولږه، تنده او سور اور کې ستا د راحت لپاره سر په لاس کې نيولی و.

هغه ملي ځواکونه چې ستا د خويندو ميندو پړونی ته يې راوږده شوي لاسونه په بېخ کې غوڅ کړل.
هغه حکومت چې لږ تر لږه يې په هېواد کې ستا د ژغورنې په خاطر د ملي ځواکونو کمربند درنه تاو کړ.
هغه نظام چې لږ تر لږه يې د ټاليبي وحشت له منګولو ژغورلي یاست.

هغه نظام لږ تر لږه د مجرمينو سزا ورکونه يې هم په حيا او پرده کې ده او د ټاليب غوندې دې له څټ خوا نه نه حلالوي،
هغه نظام چې بنديانو ته دې يې لکه د پوهنتون د ليليې غوندې اعاشه ورکوي او د داعش غوندې يې پر بمونو نه کېنوي،
باالاخره هغه…

هغه ټول هر څه مو په یوه ورځ کې په سيند لاهو کړل.
کندوز ښار لا له لاسه نه و، وتلی چې ملي ځواکونو، حکومت او کنځلو ته مو پیل وکړ.
دستي مو ټالیب او داعش ته هرکلی وویل، له هغو سره مو عکسونه وايستل، ملاتړ مو يې وکړ، د جګړه یيز شعارونه مو ورسره بدرګه کړل او تر ټولو بده دا چې تبليغاتي جګړه مو ورسره مخته یوړله؛ بلکې تر هغوی هم مخته لاړئ!!!

څومره بې حافظې ملت یو،
پر سرونو يې راته فوټبال وکړ، په جومات کې يې راته بم والوځاوه، د ناوې ډولۍ يې په راکټ وويشتله، په جنازو کې يې ځانمرګي وکړل، ځوانان يې راته د ماشومانو په مخکې حلال کړل، سپین ږيري يې په ډزو ووژل، د افغانې مور، خور و ښځې جامې يې پنجابي ته واغوستلې، افغاني ارزښتونه (واسکټ او پګړۍ) يې بدنام کړل، اسلام يې نړیوالو ته د وحشت او دهشت دين معرفي کړ، خو،
خو،
موږ دا هر څه هېر کړل او پر خپلو ساتونکو مو د شا له خوا ګوزارونه وکړل.
تر څو چې د خپل ځان، دوست او دښمن تر منځ مو کرښې معلومې نه وي، نو همداسې به در په دره او خاورې په سر اوسو.
تر څو چې مو په خپل وجود کې موجود ذهني ټاليب نه وي وژلی، تر هغو به دا جګړه روانه وي او د هېواد بچي به په کې سرونه شيندي!

2 thoughts on “کندوز د ډېرو خلکو اصلیت څرګند کړ/ زيارمل افغان”
  1. دلته هیچا کمی کومه ړله چې واک ته رسېدلي خبل زړه یې یخ کړی هغه که تالب مجاهدین داعش شمالي ټلوابه او اوسنی دولت دې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *