د کندوز والي  عبدالجبار نعیمي وايي په دغو پروژو کې چې مالي لګښت يې د ( یو ان هبیټات)  په غاړه و په کې پیاده رونه او د فرعي لارو کانکریټ ریزي چې پنځه کوڅې دي شامله ده .

نعیمي د دغو پنځو پروژو چې چارې پې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې په پرانست غونډه کې زیاته کړه چې

(( موږ د کندوز امن او پرمختګ ته ژمن یو او په دې برخه کې زمونږ تلاشونه شپه او ورځ دوام لري نو له خلکو هم غواړو چې د پراختیايي پروژو زمینه برابره کړي او هم په خپلو سیمو کې د پراختیايي پروژو ساتنې ته پاملرنه وکړي ))

نوموړي همداراز پر خلکو غږ وکړ چې په خپلو سیو کې دي د ټولګټو پروژو د تخریت او ویجاړۍ مخنیوی وکړي ترڅو ولسونه له ستونزو سره مخ نه شي .

په همدې حال کې د کندوز ولسونه د داسې پروژو په تطبیق خوښي څرګندوي او وايي (( چې پخوا به ډیری وخت کندوز کې د جکړې اوازونه اوریدل کیدل خو په دې وروستیو کې د بیارغاونې لیدونکي یو  نو دا مونږ ته هیله بښونکي دي چې کندوز د ابادې پر لور روان دی ))

دا په داسې حال کې ده چې هم مهاله د ښاروالۍ په ریاست کې د مشتریانو د خدمتونو په نوم د یوې ودانۍ د جوړیدو چارې هم پیل شوې چې شاوخوا درې میلیونه افغانۍ لګښت لري او د ( یو ان ډي پي ) لخوا ورکول کیږي چې ودانیزې چارې به يې په پنځو میاشتو کې بشپړې شي .

کندوز – عزت الله عمرخیل

One thought on “کندوز : د ۱۰ میلیون افغانیو په ارزښت ۵ پروژې بشپړې شوې”
  1. محترم ورور نعیمی صاحب!
    خدای رب العزت دی د مؤمن حاکم، کامل توان درکړی ځکه د کندز مظلوم ولس تنظیمی ملیشو او اربکیانو سخت داړلی بیا وروستی جاهل والی ښکرورفساد ، اختطافونه او انواع د رذایل یی ، انسانیت شرموونکی او د کندزیانو لپاره تور داغ دی ،دانجنیرکمال صافی د تلویزیونی وینا په استناد ۱۵۰۰۰افغانی د کور ورانو او زخمیانو یی هم زهر جان کړی
    اودوه نور ورروستنی د معارف رئیسان چی ارذل الناس ورته ویلی شو د کندز د معارف سره یی نه بښونکی جرایم او بداخلاقی ترسره کړی چی ویډیو او اسناد یی کندزیانو سره شته او د معارف سره خیانت د انسانیت او نسلونو سره خیانت دی چی پاکول یی آسانه کار هم ندی
    نو که کولی شی دا مشهور مفسدین محاکمه او دکندزیانو د حقونو جبران به مو کړی وی اودقدرت سره بیاهم بی تفاوته پاتی کیدل عینا د ظالم او خاین ملګری ده
    ته کندزولایت کی د اشرف غنی با صلاحیته نماینده یی نو په جرأت سره اصلاحات او مجازات عملی کړه خدای او مؤمن ملت دی تر شا ولاړ دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *