د کندوز دامنیې قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني وايي چې په تیرو څلورو میاشتو کې د ملي ځواکونو په هڅو او کوښښونو سره د دغه ولایت له اړوندو ساحو څخه د بیلابیلو جرمونو په تور (۷۰ ) تنه مجرمین نیول شوي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي .
رحماني زیاتوي چې دغه کسان د قتل ، غلا ، تښتونې ، جنسي تیري ، دولت ضد کړنو ، نشه يي توکو پلور او په یوشمیر نورو تورونو نیول شوي چې دوسیې رسما عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي .
په ورته وخت کې د کندوز اوسیدونکي بیا د افغان امنیتي ځواکونو له داسې فعالیتونو څخه ملاتړ کوي او وايي چې دننه په ښار کې باید داسې عملیات دوام داره وساتي ترڅو په ښار کې د بې نظمیو مخه ونیول شي .
راپور: عزت الله عمرخیل