تاند، دوشنبه، د سنبلې ۱۱مه: د کندوز ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې د دې ولایت د ښار په سې درک سیمه کې د لویې لارې د پولیسو پر ټولي ځانمرګی برید شوی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي دغه پېښه تاییدوي او وایي، پېښه نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې شوې او یوه انتحاري بریدګر د لویې لارې ټولي ته نږدې ځانته چاودنه ورکړې چې په پایله کې یې شپږ امنیتي سرتیري وژل شوي او د څلورو پولیسو په ګډو ۱۵ ملکیان ټپیان دي.

عیني شاهدانو ویلي چې انتحاري بریدګر په داسې مهال ځان ته چاودنه ورکړه چې د دې ټولي پولیس د ډوډۍ خوړو په حال کې وو
د پېښې مسوولیت وسله والو طالبانو منلی

دا په داسې حال کې دی چې وړمه ورځ هم د دې ښار په مرکزي چوک کې د طالبانو له خوا ځانمرګی برید وشو چې د دغه ولایت امنیه قوماندان په ګډون یې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله چې د دې پېښې مسوولیت هم طالبانو منلی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *