نن د ملګرو ملتونو سازمان مرستیال توبی لنز کندز ته راغلی ؤ،ښاغلي لنزر چې په کندوز کې د یوناما دفتر مشر بوجیدار  او مسؤلینو يې ملتیا کوله د ولایت له رهبري سره لیدنه وکړه،په دغه لیدنه کې د کندوز پر هر اړخیز  وضعیت،کرنې، روغتیا، پوهنې، زیربنا ، امن،ثبات او ټولنیز ژوند ښه والي په  بېلابیلو اړخونو خبرې وشوې.

د کندوز ولایت د کرنې رئیس منیر احمد نیازي چې غونډه کې يې ګډون درولود، دکرنې به برخه کې دشویو پرمختګونو، اړتیاؤ او راتلونکو پلانونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل،دنشه يې توکیو پرضد دمبارزې رئیس له لوري هم اړوند برخوکې معلومات او وړاندیزونه شریک شول او یاده يې کړه چې اوسمهال په کندوز کې د کوکنارو کښت صفر شوی دی.

د ولایت رهبري عبدالجبارنعیمي بیا دملګرو ملتونو سازمان  دهمیشنۍ همکارۍ څخه د مننې  څنګ کندوز کې دشویو پرمختګ سربیره  یاده کړه(( د کندوز په  پرمختګ،امن،سرتاسري سولې  او ابادۍ کې دملګرو ملتونو د  اساسي همکارۍ اړتیا ده، موږ غوښتونکي یو چې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه کندوز ته خپله توجه لا زیاته کړي او دکرنې، روغتیا، پوهنې، زیربنا، ځوانانو ته دکارموندنې او یوشمېر نورو برخو کې اغیزمنې همکارۍ وکړي.))

کندوز والي دنشه يې توکیو دکښت صفرکیدو ته په اشارې د ملګرو ملتونو له سازمان او اړند وزارت وغوښتل چې دغه ولایت ته دبدیل معیشت په برخه کې خاصه پاملرنه وکړي،څو دعامه پروژو چارې پراختیاومومي او بې روزګاره ځوانانو ته د کار موندنې فرصتونه برابر شي.چې همدا دخلکو اساسی غوښتنې دي.

د محلي حکومت مشرتابه په کندوز کې  د کورنیو او بهرنیو موسساتو له روانو فعالیتونو هم یادونه وکړه او د ستاینې ترڅنګ يې  د موسساتو ترمنځ دهمغږۍ او  چارو کې د شفافیت اصل په رعایت ټینګار وکړ او له ښاغلي لنزر يې وغوښتل چې کندوزته دلازیاتو موسساتو په راجلب کې توجه وکړي.

ښاغلي لینزر بیا په شویو پرمختګونو خوښي وښوده او یاده يې کړه چې دوی به هڅه وکړي چ کندوز ته لازیاتې کورنۍ او بهرني موسسې راجلب کړي،څو په دغه ولایت کې دپرمختګونو او عامه خدماتو چارې پراختیا ومومي.

۱۳۹۷-۱۱-۲۱

دکندوز ولایت د رسنیو اړیکو دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *