ډیر امکان شته چې ان د دې لیکنې تر خپریدو له مخه لا کندز ښار بیرته د دولتي قواوو لاس ته ورشي خو که هغه عوامل ونه پیژنو چې د دې ښار د سقوط سبب شول، له دغسې ترخو تجربو به ، چې په نتیجه کې یې افغانستان تباه کیږي، لازم درس نه وي اخیستل شوی.

په کندز کې ناکراري له ډیرې مودې راهیسې روانه ده او یو لوی علت یې اجتماعي بې عدالتي ده. په کندز کې کابو اته کاله انجنیر عمر والي و. دی د تخار و. د ده په وخت کې د کندز په ښار کې د تخار او بدخشان په زرګونو کورونو ته ځمکې ورکړای شوې او د رستاق آباد او فیض اباد په نوم نوې مینې ودانې شوې، حال دا چې په پاکستان کې د میشو مهاجرو حد اقل درې لکه کسان د کندز اوسیدونکي دي چې د راستنیدو او میشتیدو زمینه ورته نه ده برابره شوې. د ګڼو کلیوالو مهاجرو ځمکې غصب شوي او د ګڼو کوچي مهاجرو څړځایونه قبضه شوي دي. د کندز د چهادرې ولسوالي څلور زره کوره نورزي مهاجر چې پخوا مالدار او کوچیان وو، اوس د پاکستان په صحراګانو کې اوسي خو په دې ولایت کې ورته ځای نشته.

اجتماعي بې عدالتي نور ډیر اړخونه او مثالونه لري. په امام صاحب ولسوالي کې له تیرو پنځلس کلونو راهیسې صرف یوه کورنۍ حکومت کوي. کله یو ورور امنیه قوماندان وي ، کله یې بل ورور. او د کندز پوهنتون رییس له تیرو حد اقل پنځه ویشت کلونو راهیسې نه تبدلیږي. ( د طالبانو په وخت کې چې پوهنتون نه و، طبعا رییس هم نه و.) د اوبو په ویښ کې ستم د بې عدالتي یو بل مورد دی. عمر صافی د کندز لومړنی والي او لوی چارواکی دی چې له ټلوالې سره تعلق نه لري او نن سبا چې په تلویزیونونو کې بد رد پسې ویل کیږي، وجه یې همدا ده.

کندز ښار ته د ګڼو طالبانو راتلل او د ښار نیول یو بل لوی علت هم لري او هغه د استخباراتي ادارې کمزوري ده. د کندز ښار ته طالبان د جنګ او د کرښو د ماتولو له لارې نه دي داخل شوي ، بلکې یوـ یو راننوتی دی.
کندز د خوست یا کونړ غوندې سرحدي ولایت نه دی چې یو څوک راشي، دلته حمله وکړي او بیرته واوړي. څرنګه چې د کندز په استخباراتي اداره او د نور هیواد په استخباراتي اداره کې داسې کسان ډیر کم دي چې له طالب میشتو ځایونو او ټولنو سره تړاو ولري، نو نتیجه یې دا ده چې د طالبانو اکثره تحرکات پټ پاتیږي.

د کندز ښار د سقوط دریم علت د اوسني نظام په خلاف روان استخباراتي جنګ دی. همدا نن سهار ( د سه شنبه ورځ) طلوع تلویزیون یو اواز خپور کړ چې ګویا د کندز د بالاحصار یو عسکر دی چې په ژړه غوني غږ د مرمیو د نشتوالي شکایت کوي او په دفاع وزیر پسې بدرد وایي. دغسې راپورونه چې غالبا رښتیا هم نه دي، په رواني لحاظ هغو عسکرو ته څه پیغام لري چې د کندز په مختلفو سیمو کې په خپلو سنګرونو کې ناست دي؟ که دغه تلویزیونونه دومره د رښتیا ویلو شوقیان وي نو لطفا دې د فهیم خان یا عطا نور یا استاد رباني مرحوم بلندمنزلې او بې شمیره جایدادونه هم خلکو ته معرفي کړي. دوی معمولا له هغو رښتیاوو سره دلچسپي لري چې د افغانستان موجودیت ته ورباندې صدمه رسیدلای شي.

د افغانستان په ادارو کې فساد د کندز د سقوط بل عامل دی. د کندز د ښار د سقوط په پیښه کې طالبان طبعا چور وتالان کوي او دغه تالان د ټولو هغو درغلیو له پټولو سره مرسته کولای شي چې چارواکو کړې دي. د افغانستان په جنوب کې طالبان د خیالي مکتبونو د معلمانو معاشونه له چارواکو سره ویشي او د دواړو لوریو مزې وي. د کندز د ښار تالان هم د دواړو لوریو په ګټه دی. په دې ټوله بدمرغه او شر��یدلې جګړه کې اصلي تاوان د افغانستان عام ولس کوي، نه هغوی چې په کابل او کوټه کې یې کاروبار روان کړی دی.

5 thoughts on “کندوز ولي ونیول شو؟ انجنیر صفدر خروټی”
  1. . عمر صافی د کندز لومړنی والي او لوی چارواکی دی چې له ټلوالې سره تعلق نه لري او نن سبا چې په تلویزیونونو کې بد رد پسې ویل کیږي، وجه یې همدا ده.

  2. یعنی این مردم ولایت کندز هستند پس؟ که در مقابله با بی عدالتی طالب شده اند یا طالب اند؟ پس کشتن شان در این صورت حلال پنداشته میشود.

  3. جناب انجنیر صیب ډیره ښکلې لیکنه دې کړې ده، زما په اند ښوالی یې په دې کې دی، چې بېلا بېل اړخونه دې راسپړلي دي او په کوم نقطوکې چې ستونزې دي چارواکو او ولس ته په ګوته کړي دي . زموږ لیکوالان او د نظر خاودنان که دغه ډول شته ستونزې بربنډې کړي فکر کوم، ستونزې به راکمې شي
    ،

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *