تاند- د کندوز ښار اوسېدونکي په خپل ښار کې د حمله کوونکو طالبانو او دولتي ځواکونو له نژدې یوه اوونۍ جګړې وروسته نن له کورونو راووتل.
راپورونه وايي چې نن /یکشنبه/ د کندوز ښار د اکثرو سیمو اوسېدونکي، چې د تېرې اوونۍ د دوشنبې له ورځې راهیسي په خپلو کورونو کې پټ شوي ول، کوڅو ته راووتل څو خواړه، ګاز او نور ضروري شیان واخلي.
په ښار کې یو شمېر دوکانونه هم نن پرانستل شوي دي خو لا هم ځیني ښاریان پوره ډاډمن نه دي او لا هم وېره لري چې طالبان به بیا پر ښار یرغل وکړي.
خو یو شمېر نور ښاریان بیا امنیتي خواکونه ستايي او وايي چې په دغه ښار کې یې طالبانو ته بد ګوزار ورکړی او ګومان نه کوي چې طالبان دې بیا پر ښار حملې ته زړه ښه کړي.
ښاریانو وویل چې په تېرو ۶ ورځو کې که له یوې خوا ښار په کنډواله بدل شوی او ګڼ ملکیان وژل شوي یا ټپیان شوي نو له بلې خوا بې شمېره طالبان هم وژل شوي دي.
احمد، چې د کندوز د امام صاحب بندر په سیمه کې اوسي، وايي چې طالبان دومره ځپل شوي چې که حکومتي ځواکونه پسې چهادرې او ګورتیپې ته هم لاړ شي، هغوی به ورسره مقاومت ونه کړي.
کره راپورونه وايي چې طالبانو له کلیو بې تجربې خلک کندوز ښار ته په مخه کړي وو چې اکثره د تېرو درو ورځو په جګړه کې ووژل شول. یوازې ارچي ولسوالۍ د ۱۵۰ او ۲۰۰ تنو ځوانانو مړي وړل شوي دي.
یادې دوې سیمې له تېرو څو میاشتو راهیسي د طالبانو په کنټرول کې دي.
یوه بل ښاري، غلام سرور وویل چې امنیتي ځواکونو خلکو ته نوی ژوند ورکړ، هغه وايي:«حالات بیخي خراب وو خو کله چې امنیتي قوه راورسېده، زموږ تشویش ختم شو.»
د کندوز ښار اکثره دولتي ودانۍ چور شوي، ځینو ته اور ورته کړای شوی او ځیني په جګړه کې ویجاړې شوي دي. د ملګروملتو د دفتر په شمول د نړیوالو موسسو دفترونه هم لوټ شوي او سوځول شوي دي.
د کندوز یوه ښاري، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د خپل ښار وضعیت او د حمله کوونکو طالبانو اقدامات له چنګیزي لښکرو سره پرتله کړل، ویې ویل چې دوی هم هر څه نړول.
ویل کېږي چې د طالبانو ترڅنګ له محبس څخه خوشي شویو جنایتکارانو او نورو مجرمانو هم د طالب په جامه کې تر وسه وسه په لوټ، تخریب او حتي بې ناموسیو کې برخه اخیستې ده.
طالبان اوس له ټول ښار او شاوخوا سیمو څخه په څټ شوي، یو نیم چې تر نن /یکشنبه/ غرمې مهاله په تشو ودانیو کې پټ شوی و، د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو.
په همدې حال کې ګاونډیو ولایتونو ته تللي کندوزیان اوس هڅه کوي چې ژر تر ژره خپل ښار ته ستانه شي.
خو په ښار کې د خوراکي موادو د کموالي له کبله د اکثرو ضروري شیانو بیې لوړې شوي، درمل او ډاکتران هم په ګرانه موندل کېږي.