تاند، یکشنبه، د سنبلې ۱۰مه: کورنیو چارو وزارت په بشپړ ډول له طالب وسله والو څخه د کندوز ښار د پاکولوخبر ورکړی دی.
طالبانو پر کندوز ښار له وړمې نیمې شپې راهیسې جګړه پیل کړې وه او غوښتل یې دا ښار د دریم ځل لپاره سقوط کړي خو افغان ځواکونو سره یې تر پرون ماښامه پورې نښتو نتیجه ور نه کړه.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تاند ته په ټلیفوني تماس کې وویل، اوس کندوزښار په بشپړ ډول د افغان ځواکونو تر ولکې لاندې دی.
نوموړي د کندوز ښار مرکزي چوک کې د بیګاني ماښام برید کې د کندوز د امنیه قومندانۍ د ویاند سید سرور حسیني مړینه هم تایید کړه او زیاته یې کړه دغه برید کې ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا په داسې حال کې ده چې پر کندوز د طالبانو پروني لوی برید کې د دغې ډلې د سرې قطعې قومندان کامل هم وژل شوی او افغان ځواکونو طالبانو ته په څو سیمو کې د درنو تلفاتو اړولو ادعا کړې ده.