فضل ربي شینواری

د افغانستان او په ټوله کې د نړۍ مخکښې رسنۍ د سوریې له روان وضعیت څخه بېلا بېل زړه بُوږنوونکي راپورونه خپروي؛ خو د کندوز ولایت اوسېدونکو د سوریې د حلب وضعیت په سر سترګو ولیده او دغه ولایت د نړیوالو رسنیو سرټکی شو.

کندوز او حلب له یوه بل څخه لرې؛ خو د وژنو او د ترسره شویو جنایتونو انځور یې یو شان دی.

په دې ورځو کې په کندوز ولایت کې د مېرمنو او ماشومانو د وژنو هغه انځورونه ګورم چې د سوریې د حلب ښار له وضعیته مې لیدل او داسې ډېر لږ زړونه به وموندل شي چې دغو انځورونو نه وي ځورولي.

په کندوز ولایت کې د جګړو دواړو خواوو، بشري حقونه تر پښو لاندې او جنایتونه یې ترسره کړي دي.

حتی د کندوز ولایت ماشومان، د لوبو پر ځای، د خپلو خپلوانو د وینو په پاکولو او د جسدونو په راټولولو بوخت دي.

دغه ماشومان ژاړي او له حکومته د مرستې غوښتنه کوي، چې تر اوسه یې مرستې ته هېڅوک ندي ورغلي دي.

د کندوز ولایت په لسګونه میندې، د خپلو بچیانو او وروڼو د ویر په ټغر ناستې دي.

خو کندوز ولایت ولې دې وضعیت ته ورسېده؟

دا هغه پوښتنه ده چې ولسي جرګه، مشرانو جرګه، ولسونه او دې ته ورته نورې ادارې يې پوښتي.

په کندوز ولایت کې کلونه کېږي چې پښتون ټبر د ځانګړو ډلو لخوا وهل ډبول کېږي، کورونه یې سوځول کېږي او دې ته ورته نور زیاتی ورسره کېږي.

کله چې خلک په تنګ شي بیا اړ دي چې یو خوا ته لاس اوږد کړي او له چا څخه مرسته وغواړي.

د کندوز ولایت ډېرۍ اوسېدونکي د نظام ملاتړي دي؛ خو دولت دوی تل په بدو شرایطو کې یواځې پرې ایښي دي او د ځینو هېوادونو د ناسمو سیالیو ښکار ګرځیدلي دي.

کله چې په کندوز ولایت کې طالبان هغومره واکمن نه وو، نو دولت په همدې مهال کې د سیمه ییزو پولیسو د جوړېدو بهیر پیل کړ او د کندوز ولایت ګڼ شمېر اوسېدونکي د خپلو سیمو د ساتلو لپاره، د سیمه ییزو پولیسو لیکو ته ورغلل.

 کله چې طالبانو ددې پولیسو په ځینو پوستو بریدونه کول نو حکومت پر خپل وخت دوی ته مرسته نه رسوله، یا دا پولیس د طالبانو لخوا وژل کېدل او یایې ژوندي نیول، نو په ولسوالیو کې له یوې خوا طالبانو په دې کسانو فشار راوړه چې بچیان مو سیمه ییزو پولیسو ته مه ورکوئ او له بلې خوا دولت ته دوی ته پاملرنه نه کوله.

د سیمې اوسېدونکي دې ته اړ شول چې د طالبانو ومني او د حکومت پر ضد په  ځینو سیمو کې له دې ډلې سره یوځای ودرېږي.

په همدې ترتیب کندوز نړیوالو ته هم ارزښت لري!

لکه څنګه چې د سوریې حلب ښار امریکې، روسیې، فرانسې او د نړۍ یو شمېر نورو ځواکمنو هېوادونو ته ستراتژیک ښار بلل کېږي، همداشان په افغانستان کې هم کندوز ولایت  روسیې او ددې هېواد نورو ملګرو هېوادونو ته مهم ښار بلل کېږي، ځکه دغه ولایت منځنۍ آسیا له افغانستان سره نښلوي.

کله چې د حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې هوکړه لاسلکېده نو د همدې لاسلیک د مراسمو پر مهال حکمتیار په خپلو څرګندونو کې د کندوز وضعیت او له هېواده د بهرنیو پوځيانو وتلو ته په اشارې سره وویل چې: امریکايي ځواکونه له هېواده وتل خو تېر کال د کندوز ولایت لومړني سقوط بېرته راوګرځول.

خو ولې يې راوګرځول؟

پنځلس کاله کېږي چې په هېواد کې بهرني پوځیان شتون لري او همدې ځواکونو او د امریکې نورو سترو چارواکو په شمال ختیځو ولایتونو کې په وار وار د منځنۍ آسیا هېوادونو او په تېره بیا د مسکو له نفوذه اندېښنه ښودلې ده.

امریکا په افغانستان کې د روسیې له نفوذه په وېره کې ده او نغواړي چې په افغانستان کې دوی تر ډېره شتون ولري، نو ځکه یې په یوه ډول په کندوز ولایت کې جګړه توده کړې ترڅو د روسیې د نفوذ پر خلاف، په افغانستان کې خپل شتون وغځوي.

One thought on “کندوز که دویم حلب؟/ فضل ربي شینواری”
  1. بدبختانه مفسد حکامو چه د کندزیانو او د ملت داکثریت په سرونو او ژوند یی لوبی کولی اوس یی زمینه دیته مساعده کړی چه د شمال ګاونډی هیوادونه هم د داعش له ویری،طالبان حمایت او تقویه کړی بیا بالاخره نړیوال شر اچوونکی به خپل اهدافو ته نور هم ورنږدی شی.
    متأسفانه چه په جهاد کی شرمیدلی کړی همدا غواړی او د بن له شرانګیز تړون نه ترننه دملت په وینو لوبی او دا د جنایت لیوان نه مړیږی ، هری نامشروع او پلیدی وسیلی ته د جنګ د دوام او دخپلی بقا لپاره بیشرمانه دونهمتی ته دوام ورکوی همدی منافقت ته بیا کامیاب سیاست وایی.
    خو تیر ۱۵کاله ټول مفسدین ،جنایت پیشه سیاسیون، معامله ګر حکام او ارذل الناس پیژندل شوی ،نوکه اشرف غنی اصلاح غواړی باید د دوی په وړاندی جهاد اعلان کړی نورملت بی تفاوت ړوندحاکم ناظر زغملی نشی بیا د دومره صراحت او اسنادو سره ،ولی جانیان نه محاکمه کیږی؟
    تاسی پوهیږی چه دا ملت اکثریت یی مؤمن او مجاهد دی او پدی جهاد کی ټول مؤمنان درسره ملګری دی بیابه ډیر ژر ټول په مرصوص صف کی ودریږی او د خدای جل جلاله د وعدی او مدد سره سم به ډیر ژر د مفسدینو ټغر ټول او بیابه نه ولایت خرڅیږی ،نه ولسوالی او پوسته.
    اوس ټول هغه جنایات چه سزای مرګ ده زموږ داخلی منافقان یی ترسره کوی او همدا اوس څه ندی چه دوی یی نه تر سره کوی،باطل ضعیف دی او لیډریی شیطان.
    خو حق قوی او حامی یی دنیکانو مددکوونکی عزیز رب العالمین چه اطمینان درکوی
    الا ان حزب الله هم الغالبون.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *