تاند، چهار شنبه، د عقرب ۲۹مه: دفاع وزارت وايي، تېره شپه یې د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د ملي اردو په پوستو د طالبانو د سرې قطعې برید شاته تمبولی دی.

د دفاع وزارت لخوا تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې راغلي، جګړه د امام صاحب په ارباب خېلو کې شوې ده چې په ترڅ کې يې د سرې قطعې د حاجي احمد ګروپ ۱۰ تنه وسله وال وژل شوي او ۱۴ ژوبل دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې برید کې یو افغان سرتېری هم وژل شوی او ۴ نور ژوبل دي، خو طالبانو بیا د دغې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *