ټاکل شوی وه چې د کندوز یو شمیر خلک جمهور ریس اشرف غني ته د مبارکۍ لپاره ارګ ته راشي، هر قوم او هر چا بیل بیل لیستونه جوړ کړي و او هر چا هغه چاته دغه لیستونه استولي وو چې په ارګ کې دي.
ارګوال هم پوه شول چې: اتفاق په پښتانه کې پیدا نه شو، نو يې د کندوزیانو راتګ ته منفي ځواب ورکړ او خبره په دې لنډه شوه چې په سکایپ به خبرې وکړي.
د ارګ له خوا پر سکایپ د خبرولپاره دریو کسانو ته اجازه ورکړل شوه، په ولایت کې د خلکو سپین ږیرو او قومي مشرانو په دې جنجال پیل کړ چې څوک باید خبرې وکړي، هرچا د خبرو کولو غوښتنه کوله، خبره تر جنجاله ورسیده د ځینو سپین ږیرو د خبرو مخالفت کیده.
دری کسان غوره شول، پښتون، تاجک او اوزبک تالار له پنځه سوه کسانو ډک و، هر چا کوشش کاوه چې مخکنیو چوکیو کې کښیني چې ولسمشر يې په لیدلو مشرف شي، په ځای کې په کښنیاستو هم ځینې په غصه وو. او ویل يې چې باید هغه مخکې ناست وای.
کله چې خبرې پیل کیدې، د جمهور ریس د چارو سنبالوونکي وویل چې له تشریفاتو تیر شئ او مستقیم پر موضوع خبرې وکړئ. دغې خبرې خوند راکړ چې د ځینو ځینو هغه اشتها يې ورخرابه کړه چې د څو غوړو خبرو له لارې يې ګومان کاوه چې خپل خلوص ثبوت ته ورسوي.
یو تن ویناوال نیوکې وکړې د ناستو چارواکو غوږونه مړه شول، والي صیب هم خوله خوله و، ځکه چې د محلي پولیسو، او غیرقانوني وسله والو د شتون شکایتونه زیات شول.
ښاغلي جمهور ریس جدي خبرې وکړې، شاید د کندوز له والي غلام سخي بغلاني سره به يې مخکې هم خبرې کړې وې، ورته يې وویل چې د محلي پولیسو له خوا د عشر اخیستل نه منم، او څو نورې خبرې يې هم وکړی د خبرو منځ کې يې پر والي غږ وکړ چې: والی صیب ما او تا سره پوه شولو. هغه ویل هو صیب.
یوه ورځ وروسته د ښوونکي ورځ لمانځل کیده، د معارف ریس محمد ظاهر نظم د خپل کار ستاینه ځکه کوله چې تیره ورځ د معارف وزیر وویل چې کندوز د معارف له پلوه لومړي کتار کې دی. د خلکو هغه ګومان چې د معارف ریس حزبي دی او وزیر ترې ملاتړ کوي یو ځل بیا په یقین بدل شو. ددې خبرې لپاره لنډ مثال ورکوم:
(( د کندوز په معارف ریاست کې یو حزبي ملګري یو چاته ویلي وو چې د حزب اسلامي د غضویت کارت واخله دنده به درکړي چې اته سوه ډالر معاش لري میاشت کې څو ورځې راځه نور خپل کار کوه، هغه ورته ویلي وو که بې کارته دنده راکوي ښه تر ښه کنه سبا به د بل تنظیم کسان ورته شرط ورته مخکې کړي بیا به څه کوي؟.))
د ښوونکي د ورځې د لمانځلو پر وخت د معارف د ریس له خبرو وروسته د ولایتي شورا ریس عبدالقدیر حسین خیل د معارف ځینې نیمګړتیاوې په ګوته کړې او ویې ویل چې: (( یو معلم د شپیته زره افغانیو په بدل کې مقرریرږي.)) د کندوز د معارف ریس ته دغو خبرو زور ورکړ او بیا سټیج ته راغی او د ولایتي شورا پر ریس يې نیوکې پیل کړې چې خبره جنجال او جګړې ته ورسده، ازرباشانو يې یو بل ته د ټوپکو قیدونه ښکته کړل او ریسانو پر یو بل پسې زورونه وهل.
هر څوک غواړي چې غلا يې پټه شي او څوک يې ښکاره نه کړي، خو که دغه ډول غلاګانې د حامدکرزي په حکومت کې ښکاره شوي وای فکر کوم دومره تند عکسوالعملونه به پرې نه وو ښودل شوي خو اوس چې واک اشرف غني ته رسیدلی دی هر څوک هڅه کوي چې باید نیمګړتیاوې يې پټي شي او پر خپل ځای له ونه مستقیم پاتي شي.
خو په کندوز کې اداري ګډوډي تر دې رسیدلې چې یو عادي مامور د ښاغلي والی صیب غلام سخي بغلاني پر خوله پیاز هم سپینوي، هیله ده چې واکمن او د ارګ چارواکي د کندوز حالاتو ته په پاملرنې سره زر تر زره ددغه ولایت په اړه پریکړه وکړي او ددغه ولایت اداره منظمه کړي کنه خدای مه کړه که مخالفې وسله والې ډلې خبر شوی ښار دسقوط له ویرې سره مخ کیدای شي.