تاند، یکشنبه، د ثور ۷مه: د کندوز امنیتي چارواکي وايي، د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د یو کور اووه غړي تېره شپه په ډزو وژل شوي دي.

د کندوز د  امنیه قومندانۍ ویاند هجرت الله اکبري د پېښې په تایید ویلي، وژل شوي کسان د یو کور غړي وو او تېره شپه پیشلمي مهال وژل شوي دي.

بلخوا تاند ته رسېدلي راپورونه ښيي چې په کندوز امام صاحب ولسوالۍ کې یو کور غړي لږ تر لږه د خپلې کورنۍ ۷ کسان وژلي دي.

  د راپور په اساس د دوه وروڼو په جنجال کې یو ورور راپاڅېدلی شپږ وریرونه او ورور یې وژلی دی او دوه تنه نور یې ژوبل کړي دي.

ویل کېږي په وژل شویو کې د ۵، پنځو، ۷ او ۱۰ کلونو ماشومان شامل دي.

خو د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي بیا تاند ته وايي، دا د دوه وروڼو تر منځ یوه حقوقي لانجه وه چې یو ورور په کې وسلې ته لاس کړی دی او د بل ورور د کور ۶ غړي یې وژلي دي.

نوموړی وايي، دا پېښه تېره شپه شوې ده او قاتل یې نیول شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *