د بلخ د تاشقرغان اوسیدونکیو اقتصاد پر تازه میوو او په ځانګړې ډول آنارو ولاړ دی.
بلخ ته په ننوتو کې د خلم ولسوالۍ د تاشقرغان ښکلې منظره یزه د تنګي سیمه پرته ده، چې د کال په ډیره موده کې شنه وی.
ویل کیږي چې دغه سیمه د پخواني پاچا محمدظاهر شاه د تفریح او علاقې وړ سیمه وه او نوموړي به ورته د چکر لپاره ورته.
د ګڼو ونو په منځ کې یوه ویجاړه کلا هم لیدل کیږي چې زه يي په تاریخې قدامت نه پوهیږم ، تاشقرغان د اوړي په موسم کې اینځر،ناک،زردآلواوپه مني کې مشهورآنار لري، دغه تنګي باندي د شمال څلور ولایتونه پراته دی نوددی کبله د مسافرو تګ راتګ هم ورباندي زیات دی.
د اوږده سفر وروسته مسافر ارومرو د دمې لپاره د تاشقرغان تنګي کې د تازه ماستو خوړولو اویا په مني کې د آنارواخیستلو ته تمیږي ، چې ددی لارې د ګڼ شمیر تاشقرغانیانو اقتصاد وده کړیده.
په کندوز کې د یو لاسګاډي په سرتازه آنار پراته دي، پلورونکي ځکه سوري وهي چې د تاشغرغان دآنارو د خوږوالي په بهانه خپله سودا وپلوري.
د کندوز د تازه میوې یو تن پلورنکی خیال محمد وايي چې دې د منی په موسم کې یوازې د تاشقرغان آنار پلوري او له دغې لارې ښه عاید لري، هغه وايي چې هره ورځ د یوسل اوشلو کیلو آنارو د پلور له امله ورته زر یا اته سوه افغانۍ پاتي کیږي.
خو د تاشغرغان د سیمې اوسیدونکې که نورو سیمو ته آنار د پلورلو لپاره وړي نو په خپله سیمه کې يې د قیر سړک پر سر هم بازار جوړ کړې،ځینې مسافر په سوغاتي بڼه خپل یا دوستانو کورنو ته تازه آنار وړي.
ددغې سیمې یو تن هټیوال جلال الدین وايي چې دوي آنار په درې برخو ویشي او هر ډول يې په بیلا بیله بیه پلوري:
(( مونږ دغه آنار درې برخې کوو، یوډول يې یوسل اتیا افغانۍ، دویم ډول يې درې سوه پنځوس، او دریم ډول يې په څلور سوه شل افغانۍ پلوري، هر څوک چې له دغې سیمې تیریږي، ۳۵ کیلو، ۴۰ کیلو لږ او ډیر اخلي.))
هغه وايي چې د دوي د سیمې ښه عاید تازه میوه ده، خو آنار هغه میوه ده چې خلک يې په ځمکه کې ښخوي او تر راتلونکي اوړي يې ساتي:
(( د تاشقرغان ښه عاید همدغه آنار دي، او خلک د جوزا تر میاشتې پورې آنار ساتي چې په هغه وخت کې يې اوه کیلو[یومن] آنار په یوزر او پنځه سوه افغانۍ پلورل کیږي.))
ددغې سیمې خلک په تاشقرغان کې د سړې خونې د جوړیدو یادونه کوي وايي که ورته جوړه شي نو ددوي محصولات به تر یو وخته وساتل شي او په عایداتو کې به يې زیاتوالی راشي.
سړي خونې نه یوازي د تاشقرغان د بزګرانو اړتیا ده بلکه د کندوز ولایت د چاردری ولسوالۍ ګڼ شمیر بزګران يي یادونه کوي ځکه کندوز په شمال ختیز کې یو کرنیز ولایت دی ، د کرنې برخې کې د نړیوالو میلیونونو ډالرولګولو سره سره بزګران هم د اصلاح شویوتخمونو،سرې، ناروغیو مخنیوي درملو او سړو خونو نشتوالي ستونزي لري.
نور الدین د بغلان ولایت اوسیدونکی دی خو په تاشقرغان کې یې سوغاتي آنار اخیستي هغه وايي چې ددې ځای آنار د خوږوالي له امله په شمالي ولایتونو کې مشهور دي:
(( مزار ته راغلی وم، اوس چې کور ته ځم نو د تاشترغان په تنګي کې غواړم له انارو د کور لپاره سوغات واخلم، ځکه ددغې سیمې انار نوم لري.))
په افغانستان کې د درې سیمو کندهار، تګاب، او تاشقرغان آنارشهرت لري، دکندهار آنار خارجي هیوادونو ته هم صادریږي چې بزګرانو ته ددی لارې ښه ګټه لاسته ورځي.