/ کابل
نن- سبا د ورځې توده سوژه دا ده، چې د امریکا دفاع وزارت فیصله کړې، چې راتلونکی پسرلی به، هلمند ولایت ته، خپل ۳۰۰ سمندري ځواکونه، د ناټو د قاطع ماموریت په چوکاټ کې، د افغان ملي اردو د روزنې، مشورې او مرستې لپاره استوي.
زما په نظر، دا مسئله د یوه خبر تر کچې ساده نه ده، هغه چې هره ورځ یې اورو او په سطحې توګه یې تر څنګ تیریږو؛ په دې باب، تر تایید د تردید غبرګون تُند وو او طبعاً چې اساس یې پر معمولو احساساتو استوار وو.
دا سوژه له څو اړخو د څېړنې وړ ده؛ د دې څېړنې تفصیل جالب دی خو د یوې مقالې په فریم کې ممکن نه دی؛ دلته یې یوازې یوه اړخ ته درسره تمېږم، هغه دا چې ولې امریکایان بیرته هلمند ته را ګرځي؟ په داسې حال کې چې د ولسمشر اوباما د دوهمې دورې ټاکنیز شعار، تر ۲۰۱۷ کال پورې، په افغانستان کې، د امریکایي پوځو حد اقل ته را کمول وو؛ ممکن تر ۱۰۰۰ تنو پورې، چې یوازې به یې دلته د دوی سفارت ساتلای؟
هغه هم وخت وو چې موږ به د طالبانو، حزب اسلاميانو او نورو تروریستانو جنګ و مزاحمت، په افغانستان کې د خارجي ځواکو، په تېره بیا امریکایانو، د وجود جواز باله نو به د سیاسي اسلام مجنونانو، د هغسي پنډلي فتواوو په لعنتو کې غرقولو چې ولاکه یې دوی ته هم مصدر و اساس مالوم وو؛ په سیاسي اسلام کې مصدر، ماخذ، اساس او سند ته ضرورت نشته؛ د سیاسي اسلامیست په توګه دې، تر ګردو لوی تکلیف دا دی چې د پېښور تر قصه خوانۍ بازاره ځان ورسوه، د سړک پر غاړه، پر یوه تړه باندې، یوه ښه تکه توره د کفر ټاپه جوړه کړه او چې زړه دې وو د هغه په څټ کې یې ور وهه، بیا دې نو د چا پلار پیدا شي او دا ټاپه خوړلی مسکین دې بیرته مسلمان کاندي، الا د سیاسي اسلام مفتي یې وغواړي؛ دا هغه پخه تجربه ده چې دا پنځوس کاله یې، په مسلسل و بې وقفې تمرین لګیا یو او یو وار یې هم نتیجه د توقع خلاف نه ده را وتلې.
نن انکشاف دا دی چې د بیان آزادۍ او نسبي ډیموکراسۍ په برکت، ډېر مسایل له ابهامه را وتلي او لا لګیا دي را وځي؛ هغه د محترم حکمتیار خبره، څېرې بربنډیږي او توطیې رسوا کیږي؛ خپله د همدې جید جهادي رهبر، هغه یوه توطیه هم سپینه شوه او له څېرې یې له نقابو یو نقاب ور پورته شو بلکې خپله یې پورته کړ، چې له افغان ملي یووالي حکومت او په اصل کې امریکې سره، د سولې تړون په فرصت کې یې، په افغانستان کې د امریکایانو د وجود جواز، د طالبانو مزاحمت وباله او دا یې جهاد نه، بلکې جهاد ضد جګړه ثابته کړه؛ نوموړي د جهاد په نوم، له هغه جنایته حجاب واخیست چې په اول ګام کې یې دی خپله هم دا ۱۶- کاله مرتکب شوی وو؛ اوس نو که د نوموړي د دې سرشار انکشاف په زمینه کې، څلورنیمې لسیزې شا ته ریورس ولګوو نو له دې رشتیا سره هم مخ کیږو چې په کابل پوهنتون کې، د وخت د قانوني حکومت پر ضد، د بې دینۍ په تور، د دوی او د دوی د اسلافو د اسلامي نهضت را پورته کېدل او بیا په پاکستان کې د سوسیالیست ذوالفقار علي بوټو تر ججوري لاندې پنا اخیستل، د دې لامل شول چې:
یو- امریکا دې له شوروي اتحاد څخه د ویټنام د غچ اخیستو په موخه، افغانستان ته د خپل دغه ستر نړیوال سیال پښه را کش کاندي.
دوه- دلته دې د شوروي سور پوځ، د پاکستان په رهبرې، د عربو په پیسو او لویدیځ په وسلو و مشورو، د مجاهدینو په ړندو احساساتو، د افغانانو په وینو او د افغانستان د پنځه زره کلن تاریخي حیثیت په قیمت، ښه سم را ښکېل کاندي، تر هغه چې داسې یې له ځمکې را وولي چې پر نړیوال سیاسي- نظامي میدان یې په شرمو و شرموي.
درې- بیا دې د دې اسلامي نهضت د ډیزاین کړي اسلامي نظام په چوکاټ کې، همدا اخوان ا لمسلمین، لکه د ګور چنجي، یو له بله داسې سره وخوري چې د درو کالو په جریان کې دې، یوازې په کابل کې ۶۵۰۰۰ زره کابلیان قتل عام شي.
څلور- وروسته دې همدا د اسلام ناجیان، د شر و فساد په نوم، د طالبانو له خوا پسې واخیستل شي، هغه طالبان چې یووار له اسلامي تنظیم سره تر خونړي تقابل وروسته، د شهید صلح پروفیسور برهان الدین رباني له خوا، د افغانستان د نجات فرشتې وګڼل شوې او یو کانتینر شنې پیسې یې پر وپاشلې.
پنځه- بیا دې د تولې دنیا تروریزم، په دې سیمه کې متمرکز شي او د دې ترهګرۍ د له منځه وړو په نوم دې، د ملګرو ملتو د امنیت شورا په اجازه، د امریکا په مشرۍ، نړیوال ائتلاف پر افغانستان را شیوه شي؛ نیم اخوان المسلمین دې یې تر څنګ ودریږي او نیم نور دې یې، خپله د ورور حکمتیار په شمول، د خپلو دغو پرونیو بادارانو پر ضد جهاد اعلان کړي او نن چې ۱۶ کاله وروسته، د جنګ و جهاد دا مشهوره عجوبه، خپل دغه وروستی مورد جهاد نه، بلکې فساد ګڼي نو آیا د دې منطق حکم د هر چا لپاره د درک وړ نه دی چې د مرحوم داؤد خان تر واکمنۍ پورې، دغه نور ټول یاد کړي موارد هم، د ښاغلي ګلبدین د همدغه عیني فورمول په تله د تللو وړ دي؟ یانې که د هغه وخت د مشروع او ورځ په ورځ اصلاح کېدونکي حاکمیت، ولسواکۍ، مدني ارزښتو، عقلانیت او زمان د نبض پر ضد، د اسلامي نهضت له خوا، د بې دینۍ بې اساسه تور نه وای، ته وا افغانستان به د دې ټولو تراژیدیو و بدمرغیو ښکار شوی وای؟
زه خو په دې ځای کې، د خارجیانو حضور ته د بهانې پیدا کولو په باب، د محترم حکمتیار فورمول د کاڼي کرښه بولم چې هم یې باید په اول ګام کې د ده خپل جګړمار تنظیم مهم وبولي، هغسې لکه نن- سبا چې یې د ده رسنوال تبلیغیان تبلیغوي او هم یې د ده هغه مخاطبان جدي ونیسي چې نوموړي د سولې تړون په ورځ ږغ پر وکړ چې نور نو د دې بې مانا و بې هدفه جګړې په دوام سره، دلته د امریکې وجود ته جواز مه ور کوئ!
که د همدې فورمول پر بنسټ، د هلمند د سقوط تر سرحده ګواښ نه وای نو هلته به د امریکا د ۳۰۰ سمندري ځواکو د لېږد دلیل، جواز او بهانه څه وای؟
عجبه ده! د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار، په دې جرګه کې د هلمند دو استاځو رحمت الله اڅکزي، شیرمحمد اخندزاده او ځینو نورو د دوی همفکرو بې فکرو، هلمند ته د ۳۰۰ امریکایي عسکرو د استولو په عکس العمل کې، آن له دغه هیواد سره د افغانستان د امنیتي تړون د لغوي غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دا تړون او دا نوي ځواکونه به جګړې ته نور هم زور ور کړي؛ وایي: وهم دې چیرې او درب دې چیرې شو؟ دا اوس زموږ د ولس د استاځو عقل شو؟ اول، د دې منتقدینو په باب، د دې پاراګراف د حسن تکرار ضرورت پیښیږي چې دوی خو د فی سبیل الله مجاهدینو په صفت، د همدې امریکا د سروالۍ او تېزهوشۍ په کرامت، په اصطلاح د روس پر ضد جهاد د بریالیتوب تر اوجه ورساوه او بیا دا دی دا ۱۷- کاله کیږي چې د همدې امریکایي و ناټو ځواکو په برکت یې خوري و چیښي او حساب نه مني؛ د خپل ملت په څټ کې ور سپاره او افغانستان یې د جهان په سطحه، په دوهم و درېیم فاسد او د تاریاکو په اول هیواد بدل کړی دی؛ که دا امریکا او دا جنګ نه وای نو د هلمندي اخندزادګانو او مشابه نورو افغاني توپکیانو قاچاقبریو او نورو وطن ضد، سلو و زرو درغلیو ته به څنګه د امکان ګېټ پرانیستل کېدای؟ ایا دوی ماغزه لري او په دې یې سر خلاصیږي، که همدا اوس له امریکا سره امنیتي تړون لغوه او امریکایان له افغانستانه ووځي نو څه به پېښ شي؟
ملت، که دلته امریکایان نه ول، هم د جنګ و جهاد په جهنم کې الوۍ کېدی؛ که امنیتي تړون نه وو، هم یې نصیت وریتېده ول؛ چې تړون وشو، هم یې د وجود د کباب بوی ورک نه شو او که لغوه شي هم یې ځان جیزغاله وبولئ، خو همدا منتقد وکیلان و نور معامله ګر به د امریکایي چتر له مصؤنیته بې نصیبه شي؛ له پلزن څخه به یې د پلونو نښه، په مټ و ایرو کې ورکه وي؛ له بلې خوا، ایا خپله همدې مسلمیار او د ده مسلمو اخوانیو، له روسیې سره د طالبانو پر اړیکو، د لېونتوب تر بریده غبرګون و نه ښود؟
اوس که په هلمند کې امریکایي عسکر نه وي نو څوک به وي؟ بدیل به یې څوک وي؟ همدا دوی چیغې نه وهي چې پاکستان د طالبانو د کوټې شورا هلمند ته را انتفال کړې ده؟ او آیا دا په ډېر ښکاره منطق سره، په اصل کې هلمند ته د روسیې، پاکستان، چین او ایران د اجنډاوو انتقال نه دی؟
پر ولس یې فرق څه دی؟ خو یو ابر قدرت به زموږ د وطن او وطنوالو د ژوند په بیه له منځه ځي او بل ستر غضب به یې ځای نیسي؛ د مفسدو او قاچاقبرو مجاهدینو الټرناټیف به قاچاقبر او ترهګر طالبان وي.
موجود وضعیت ممکن د روسي، چینایي، پاکستاني او ایراني راج په نسبت ځکه نسبتاً مطلوب وګڼل شي چې اوس خو لا د ملګرو ملتو له خوا یوه د اوړو پزه را پورې ده؛ د امنیتي تړون په نوم، داسې یو سند شته چې لږترلږه، په نړیوال حقوقي تعامل کې څه ناڅه یو دستاوېز ګڼل کېدای شي؛ دا بېله خبره ده چې له دې لاسونده موږ څومره استفاده کولای شو؟ خو هغه تجربه مو هم وکړه چې شاوخوا ۴۳ کاله مو، له همدې امریکا او غونډ غرب سره، پرته له کوم دا ډول حقوقي تعامله و تړونه، د جنګ و جهاد پروژه تطبیق کړه او نن یې د جهاد تر بریالیتوب وروسته، افغانستان ته د شا ګرځولو، بې تفاوتیو او ورانکاریو د تورنولو لپاره خوله هم نه شو چولولای، ځکه تر منځ مو سند نشته؛ که سبا په هلمند یا ټول افغانستان کې روسیه، پاکستان، چین او ایران د امریکا د بدیل په توګه تبارز کوي نو هلته به بیا د کوم معتبر سند د رامنخته کېدو او کوم بې اعتباره هغه د لغوې سُرنا ږغوو؟ آیا هره ورځ یې نه اورو چې په هلمند کې د افغانستان پر ضد داسې کسان جنګیږي چې سیمییز خلک یې په ژبه نه پوهیږي؟ آیا په وارو- وارو له طالبانو څخه ایرانۍ وسلې و تخریبي وسایل نه دي تر لاسه شوي؟ آیا تازه په تازه، د کندهار په میوند ولسوالي کې، له طالب مجاهدینو سره روسۍ وسلې و نه نیول شوې؟ او د پاکستان په باب خو نو بحث کول، ولا هم زما لپاره شرم دی او هم زما درانه لوستونکي ته.
بدلون اوونيزه/ دريم کال/شبږمه/ پرلپسي ۱۱۰ مه ګڼه/يکشنبه/ جدي/۱۹/ ۱۳۹۵
که امریکایی عسکر نه وی فساد او رشوت به نه وی. جی دا دواره دهمدی غربی تولنی کشت او کرونده د جی به 17 کاله کی یی وکرله او اوس یی میوه توله نری وینی جی شه مثال یی د هیواد اوسنی امنیتی حالت دی