باور ورځپاڼه –

امریکا په دې وروستیو کې له افغانستانه د خپلو پوځونو دویستلو اوازې تودې کړي دي او ورسره جوخت دا اندیښنې هم راغبرګوي چې که امریکایان افغانستان پریږدي نو ښايي دا هیواد له ډیرو سختو حالاتو سره مخ شي .

دافغان پوځ په ځینو مرکزونو دتیل بندول هغه څه دي چې امریکا غواړي افغان دولت ته ورپه زړه کړي که دوئ نه وي برخلیک یې څه کیدای شي خو شنونکي وايي شونې نه ده چې امریکا دې په خورا حساسو شیبو کې دا هیواد یواځې پریږدي او که داسې وشي دا به دامریکا دتیښتې په مانا وي چې ښايي ډیرې ناوړه پایلې به دواشنګټن لپاره ولري .

حالات دې ته په رسیدو چې امریکایان په افغان پوځ اکمالات او تیل بندوي  دهغه دریځ په وړاندې یو غبرګون دی چې ولسمشر حامد کرزی یې دامنیتي تړون د لاسلیک لپاره لري اوس مهال دافغان پوځ ډیری امکانات دامریکا له لوري ورکول کیږي .

ولسمشر کرزی وايي تر هغې چې دامریکايي پوځيانو عملیات مهار نه کړي او د دوئ ځینې شرطونه ونه مني امنتي تړون نه لاسلیک کوي .

په داسې حال کې چې امریکايي چارواکي بیړه لري دغه تړون دې ژر ترژره لاسلیک شي کابل لاهم خپل دریځ ټینګ ساتلی امریکایانو په همدې غبرګون کې دځواکونو دویستلو ګواښ هم کړی او دا هم ویلي چې که تړون نه وي راتلونکې ټاکنې به هم له ګڼو ستونزو سره مخ وي له دې ټولو ګواښونکو څرګندونو سره اوس دغه هیواد دافغان پوځ په ځینو کنډکونو تیل او نور پوځي اکمالات بند  کړي دي دافغانستان دملي دفاع وزرات یوې سرچینې رسنیو ته ویلي چې دا ګام دامنیتي او دفاعي تړون دنه لاسلیک په غبرګون کې پورته شوی سرچینه وايي امریکا غواړې په داسې کولو سره پر کابل یو ډول فشار راوړي چې دتړون لاسلیک ته کینوي .

له دې غبرګونه داسې ښکاري چې امریکا نه غواړي دولسمشر کرزي هغه غوښتنې ومنې چې له مخې په دې هیواد کې دامریکايي پوځونو کړنې محدودوي او ترې غواړي چې له تړون وروسته به دغه هیواد په افغانستان کې جګړه پای ته رسوي ولسمشر کرزي کابل کې جوړې شوې لویې جرګې ته وویل چې امریکا کولای شي په افغانستان کې ټیکاو رامنځ ته کړي دولسمشر له وروستیو څرګندونو مالومیږي چې په افغانستان کې روانه جګړه دترهګرۍ ضد ماموریت نه بلکې دامریکا دځانګړو موخو جګړه ده له ډیرې مودې راهسې دولسمشر کرزي په څیر ډیری عام افغانان شک کوي چې دروانې جګړې کیلي له امریکا سره ده او که هر وخت وغواړي پای ته یې رسولی شي په ورته مهاله امریکا ته له دې امله هم دپړې ګوته نیول کیږي چې په خوار اوږده موده کې یې افغان پوځ د دې جوګه نه کړ چې په خپلواکه توګه له هره اړخه پوره وي داسې چې دغه پوځ لاهم دهوايي ځواکونو په ګډون له ډیرو نورو تشو سره مخ دی .

شنونکي وايي امریکا غوښتل چې همداسې وکړي او افغان پوځ ځان ته اړ پاتې کړي د چارو شنونکی امیر محمد الفت وايي امریکا کولای شو په تیرو لسو کلونو کې افغان پوځ له هره پلوه غښتلی کړي خو په لوي لاس یې داسې نه کول او اوس چې په ځینو کنډکونو خپل اکمالات بند دوي نو داښيي چې له امریکا پرته افغان پوځ هیڅ دی الفت په افغان دولت نیوکه کوي چې له نړیوالې ټولنې یې خپل حقونه په سمه توګه نه دي غوښتلي ځکه چې دنړیوالو په جګړه کې افغانان قرباني شوي خو ګټه یې دغو هیوادونو ته رسیدلې ده .

خو پوښتنه دا ده چې که که امریکا لاړه شي افغان دولت کومه لاره لري؟

دملي پوځ پخوانی افسر ډګروال حبیب الله ملي باور ته وویل دافغان پوځ په جوړښت کې دولت اساسي ګامونه نه دي پورته کړي او هرڅه شته امکاناتو ته پریښودل شوي دي د ډګروال حبیب الله په خبره  چې له نړیوالو سره باید په تیرو کلونو کې دافغان پوځ سره دمرستې داسې تړونونه وی چې د دوئ دتیښتې پرمهال افغانان له داسې حالاتو سره نه مخ کیدای هغه چې زیان یې پوځ ته رسیږي ډګروال حبیب الله وايي دپوځ بې تجربې مشران باید او په دې لټه کې شي چې دسیمې او نړۍ له خواخوږو هیوادونو سره دمرستې او همکارۍ کرښې جوړې کړي او په دې برخه کې دروسيې او ترکیې په ګډون دسیمې ډیر هیوادنو لیواله دي چې داسې وکړي .

کتونکي په دې اند دي چې که امریکا غواړي په سیمه کې خپلې ګټې خوندي وساتي حتمي ده چې افغانستان به نه هیروي خو که یې دتیښتې او راټولیدنې نیت وي له افغان پوځ سره به دا ډول چلند باور خوار کمزوری کړي

2 thoughts on “که امریکا له افغانستانه ځي… کابل ته بله لاره شته ؟”
  1. نن خو امریکا پر افغانانو پرځینو کنډکونو تیل بنده وی ددی سه زموږ ګیله نه کوو دخپل هیواد دقدرتمندو خلګو سه ګیله کوم چی ستاسی دی زهر شی ددی مظلمو افغانانو دحق خوړل په چوکی ښه نازیږی ریاست ښه کولای شی او امریت ښه کولای شی دوزیرصاحب په حمایت ښه نازیږی واسطه داره یاست پیسه داره یاست لږ دخدای دپاره دځانونه سر دافکر وکړی که دا ملت او داحکومت او دا درپدره افغانان بیا دخپل ځایه سه بی زایه شی تاسی به پرچا ریاست او امارت کوی ایا امریکایان دزان ماتحته ګرڅوی پاکستانیان باندی حکومت کوی که دڅینو مشرانو په څیر خاریج ته مو نیت دی که مو ددی سه ورسته غلامی ته خیال دی خو زه مو ښه پیږنم چی لس کاله مخکی مو څه درلوده ای ظالیمانو هر څه چی مو کړی هغه خومووکړه نن یو څه فکر دځان سره وږکړی خپل اوردو مه خرابوی خپل پولیس مه وزنی ای دقدرت اوددولت ومال عاشوقان تاسی فکر وکړی دپاکستان طالبان ورسنیو ته اختار ورکوی چه ملی ارزښتونوته احترام وکړی دخپل سړی تاید وکړی دهندوستان دسړی تاید مه کوی پر تاسو دی لعنت وی چی تاسی دافغانانو په وینو ماړه دکورخوندان د درو اوڅلورماینو ګانو خاوندان سواست نن دی امریکا پر ملی پولیسو او ملی اردو تیل او خوراکه بنده کړی او ته تر اوسه درشوت اخستلو ته ناست یی ډیر می زه جوش کوی فکر وکړی فکر وکړی

  2. د ډګروال حبیب الله خبره پرځای ده. افغانستان کولی شي روسیې ته د مرستې اخیستو په نیت لاس غزولو سره امریکا وننګوي. او پدې توګه د امریکا د دا تیرو لسو کلونو پانګونه او قرباني په صفر کې د ضرب په اشاره ورته ښکاره کړي.

    کرزی د امریکا ته ووایي چې: یا خو پخپل قول ودریږه! کنه، نو بیا موږ پوهیږو چې د خپل پوځ لپاره د هرچا څخه مرسته ترلاسه کړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *