د ۱۳۹۲ کال د لېندۍ دریمه یوه له خاطرو ډکه ورځ وه؛ له متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون پر سر د راغوښتل شوې مشورتي لویې جرګې اختتامیه جلسه له هیجانه ډکه وه، دغه هیجان هغه وخت اوج ته ورسېد چې حضرت صبغت الله مجددي د جرګې د ريیس په توګه ستیژ ته وخوت او پر ولسمشر حامد کرزي یې غږ وکړ چې جرګه دغه تړون غواړي او ژر تر ژره یې امضاء کړه! ولسمشر په بېړه ستیژ ته ورغی او ویې ویل، تر هغه وخته چې امریکایان سوله یا حد اقل د سولې د بهیر عملي پیل تضمین نه کړي، دی به پر قرارداد امضاء ونه کړي. حضرت صاحب د هجرت ګواښ هم وکړ خو کار يې ونه شو او حامد کرزي د قرارداد لاسلیکول ونه منل.

دغه ورځ شپه شوه، د شپې لس نیمې بجې وې، د ولسمشر سکرتر چې معمولاً به د شپې د ارګ په دوهم نمبر قصر کې پاتې کېده، په بېړه بېړه لومړي نمبر قصر ته، چېرته چې ولسمشر له کورنۍ سره اوسېدو ورغی او ورته ویې ویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر غواړي په ټیلېفون درسره وغږېږي او اوس به بیا زنګ ووهي. څو شېبې وروسته زنګ راغی، د حامد کرزي او جان کیري ترمنځ خبرې اوږدې شوې، جان کیري امضاء غوښته او حامد کرزي هماغه خپل شرایط تکرارول چې په سر کې یې د سولې راوستو اطمینان او د دې پروسې د واقعي پیل ضمانت و. خبرې تر نیم ساعت واوښتې او لحظه په لحظه توندېدې، په اخر کې جان کیري حامد کرزي ته وویل: «… د افغانستان ولسمشره! دومره درته وایم!! که امضاء ونه کړې سوله نشته، نور دې خوښه خپله…»

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي: «هغه شپه مې تقریباً خوب ونه کړ، سبا مې د دفتر کارونه ژر ژر تمام کړل او کور ته ولاړم، په انګړ کې مې قدم واهه او دا سوچ مې کاوه، هسې نه چې واقعاً دغه تړون وطن ته د سولې او امن د راتلو باعث شي او ما په خپله محاسبه او تحلیل کې اشتباه کړې وي او زما انکار د جګړې د دوام باعث شي، بیا مې د امریکا د دوولسو کلونو کړه وړه تر نظر تېر کړل، د سناتور جان کیري هغه قسم را په یاد شو چې د ۲۰۰۹ کال د انتخاباتو د جنجالي کېدو په وخت یې د ډاکتر لودین او نورو همکارانو په مخ کې راته وخوړ او ویې ویل: «په انجیل قسم چې دوهم دور انتخابات به کېږي.» چې ټول جریانات مې سره څنګ په څنګ کېښودل، دې نتیجې ته ورسېدم چې دا خلک دروغ وایي او دغه وعده یا ګواښ یې هم دروغ دي چې ګواکې د BSA له لاسلیکولو سره به افغانستان ته سوله راشي.»

دا زموږ د وروستي تاریخ د یوې پاڼې یو پراګراف و. اوس BSA امضا‌ء شوې خو سوله رانغله!

په تېره روژه کې د افغانستان د دولت یو هیئت په مري کې د پاکستانیانو په حضور کې د طالبانو له یو هیئت سره مخامخ خبرو ته کېناست؛ دا هغه څه وو چې تېر حکومت په تکرار او د کلونو په ترڅ کې له اسلام اباده غوښتل، خو دوی راسره نه منل. زموږ د یو وروستي سفر په ترڅ کې په یو واړه مجلس کې چې د پاکستان د صدراعظم د دفتر په یوه وړه کوټه کې وشو او جریان به یې زه په راتلونکي کې مفصل ولیکم، شجاع پاشا د ISI ريیس په دوو- دریو هفتو کې له طالبانو سره د مخامخ مجلس د زمینې د برابرولو ژمنه وکړه چې بیا تر اخره دا کار ونه شو. په هر صورت د «مري» د مجلس دوهم پړاو د ملا محمد عمر د مړینې د خبر د خپرېدو له امله ترسره نه شو او دا سلسله بنده شوه.

اوس هغه څه پیل شوي چې څلور اړخیز مجلس ورته وایي (د امریکا، چين، پاکستان او افغانستان تر منځ) د څلور اړخیزو مجلسونو لومړۍ ناسته په اسلام اباد کې ترسره شوه، دوهمه یې په کابل کې او پتېیل شوې چې دریمه يې د سلواغې په ۱۷مه بیا په اسلام اباد کې ترسره شي. که دا ناستې له طالبانو سره په مستقیمو خبرو منتج هم شي خاصه تمه ترې نه شي کېدای، ځکه اوس ټول پوهېږي چې طالبان پر ډلو وېشل شوي. که یوه ډله یې خبرو ته کېني خو بله یې جګړې ته دوام ورکړي، نتیجه بیا هماغه ده، یعنې د جګړې دوام، خصوصاً چې اوس پرته له طالبانو نورې ډلې هم را پیدا شوې چې د خطرناکو جګړو لپاره تیاری نیسي.

پاکستان چې هغه وخت له طالبانو سره د مخامخ خبرو زمینه نه برابروله، علت یې دا و چې دا ډله متحده وه او رهبري یې یوه وه. اوس د سولې خبرې که مستقیمې وي که غیر مستقیمې، فیصله کوونکې نه دي، په تېره چې د افغانستان حکومت په تکرار دا وایي چې له هغو ډلو سره به جګړې ته دوام ورکړي کوم چې سوله نه غواړي.

په څلور اړخیزو ناستو کې چې څه مهم دي او د یو مهم پرمختګ په توګه یادیږي، هغه د سولې لپاره د «لارې نقشه» (Road Map) ده. دا اصطلاح او دا مفکوره نوې نه ده، ما پخوا هم دې ته په یوه لیکنه کې اشاره کړې وه. د لومړي ځل لپاره کله چې د کال ۲۰۱۲ په اوړي کې د پاکستان د هغه وخت صدراعظم «راجا پروېز اشرف» او د انګلستان صدراعظم «ډیویډ کامرون» افغانستان ته راغلل، پر دوه اړخیزو مجلسونو سربېره د ارګ په چارچنار ماڼۍ کې یوه دری اړخیزه ناسته د پاکستان، افغانستان او برېتانیې په ګډون وشوه. په دغه مجلس کې ډیویډ کامرون وویل: «موږ تل د سولې خبرې کوو، خو داسې میکانیزم نه لرو چې په دې برخه کې پرمختګونو باندې پوه شو او واضح پړاوونه ورته په نظر کې ونیسو، په همدې دلیل د سولې لپاره باید د لارې نقشه جوړه شي.»

وروسته د سولې لپاره د لارې پر نقشې کار پیل شو، په دغه کار کې د افغانستان د حکومت دوه چارواکي چې انګلیسانو ته نږدې ګڼل کېدل، ډېر فعال وو.

پتېیل شوې وه چې په پاکستان کې په ټیټه کچه مجلس او په لندن کې یوه بله دری اړخیزه ناسته وشي. له نوموړو چارواکو یوه یې یو ماښام جوړه شوې د لار نقشه راوړه او حامد کرزي ته یې ور وښوده. زما نظر چې وپوښتل شو ومې ویل دا د منلو وړ نه ده؛ ځکه چې اخري مرحلې ته یې چې رسېږو ډیورنډ به مو منلې وي او دا نقشه داسې ترتیب شوې چې ګواکې پاکستان دا جګړه راباندې تپلې، موږ یې پزې ته پرې راوستي یو او اوس را ته وایي جګړه به درباندې بنده کړم خو که زما دا دا شرایط ومنې. پخواني ولسمشر هغه د لارې نقشه ونه منله، داسې تغییرات یې په کې راوستل چې نه پاکستان غوښتل ویې مني او نه انګلستان. انګرېزانو بیا پخواني ولسمشر ته لندن ته څېرمه په چکرز کې په جوړې شوې ناسته کې په ډاګه ویلي وو چې افغانستان باید له هند سره په اړیکو کې د پاکستان ملاحظات په پام کې ولري چې هغه طبعاً رد ځواب ورکړی و.

ملت دې پر دې پوه وي چې اوسنۍ د لارې نقشه چې د سولې په نامه جوړېږي، کېدای شي هماغه پخوانۍ یا تر هغې خطرناکه وي. متأسفانه حکومت په دې برخه کې ملت ته زیات معلومات نه ورکوي. خو پر ډیورنډ کرښې باندې په سیستماتیک ډول پاکستاني تأسیسات جوړېدل، په تکرار يې پر افغانستان دا تور لګول چې ګواکې دلته تروریستان ساتي او هغوی بیا د ډیورنډ ها خوا عملیات کوي، پر SOP خبرې یا په ځینو مواردو کې عمل کول، د Border Management په نوم ډیورنډ ته ورو ورو د سرحد حیثیت ورکول، دا ټولې خطرناکې نښې دي. حکومت دې په دې کې مسوولانه عمل وکړي او ملت دې ورته بیدار وي.

8 thoughts on “که امضاء ونه کړې سوله نشته/ عبدالکریم خُرم”
  1. Plenty of thanks dear Khuram Saib, your article disclosed the truth behind the closed doors, we have been concerned about this issue since very long but Ashraf Ghani and Hanif Hatmar will never be forgiven in modern history of Afghanistan, they will be held responsible.

  2. Manana aw astilah dui da Palastin pa Qasia KI Karwali Da aw hamdaranga ia pa Misar KI Da Mohammad Morsi dabandi da Anqilabiano pawasita chalawali (Kharititariq ) nomizi albata pa Arabiki da Palastin da biwazlo wini kho tola nari wini Chi bahizi aw da Misar da dawatan paparasta 50 zarara bandiano marmoza marina harawaraz ham lachana pata nada kho dawor hamdataza kawao Pahal kidi Chi Shughli baia bia tar Suraiah bad tari wi Zma kho da Dagha Astillah sakha kraka kizi manana

  3. خرم صا حب په چا یې منې، دلته په ګردیو میزونو کې ځنې متعصبې ګړۍ په زغرده وایي چې که له پا کستان سره پر اسا سی مشکلا تو خبرې و نه شي( چې مطلب يې د ډیو رنډ کر ښه ) ده د افغانستان د سو لې خبره یوه معما ده، دې حلقو پنجا بیا نو ته ویلي دي چې دا خیا لي خط موږ د رسمي سر حد په تو ؛ه منو

  4. د اوسنیو چارواکو له کړنو داسی جوتیږی چی د ډیورنډ کرښی په اړه دوی پاکستان ته د شین ته ورته څراغ ښودونکی دی. او زه به یو څه بل هم علاوه کړم او هغه دا چی خدای ناخواسته که چرته افغانان د ډیورنډ منحوسه کرښه وه هم منی نو بیا به هم افغانستان ته سوله رانشی او بهرنیان او ګاونډ یان به خپل نور شوم اهداف تعقیبوی. د لوي هوسا افغانستان د جوړیدو په هیله

  5. یعنې د دې معنی دا ده چې د ښاغلي حامد کرزي ډله ټپله اوس ډیورنډ د خپل سیاست محور ګڼي. ښاغلی خرم، د تېر فاسد رژیم چې بویونه او ډډوزې یې د نړۍ هر کونج ته رسېدلي دي هېڅ بد نشته چې یاد یې کړئ؟ او تاسو پخپله په کومه خوله د و پاکستان او د ډیورنډ مخالفت کوئ؛ ستاسو او د جاوید لودین تر منځ د پاکستاني جاسوس او امریکایي جاسوس د ټاپو لګولو مسئله څنګه؟‌ اصلا پاکستان څه باندې ۴۰ کاله د اسلامي او مذهبي ګوندونو تر چتر لاندې په افغانستان کې پانګه اچونه کړې ده چې لومړۍ ثمره یې د رباني منحوس حکومت دویمه ثمره یې د طالب حکوم او درېیمه دوثمره یې ستا په شمول د کرزي د دورې یو شمېر کسان ول. د افغانانو زړونه له وینو ډک دي؛‌څوک په کور دننه در په در شول او څوک له کور نه بهر، څوک د یونان سمندر وخوړل او څوک د بل او بل له لاسه سپک او ورک شول خو تاسو!!! تاسو دا دومره غټ ورمېږونه په څه وکړل؟‌ قسم درته کوم چې که یوه منظمه ملي محکمه جوړه شي چې خلک درنه ارګ د هغو هګیو د پیرودلو پوښتنه هم وکړي چې یوه دانه مو په ۱۰ افغانۍ اخیسته او هره ورځ مو سلګونه هګۍ خوړلې. خیر!!!!!

  6. پرلیکنې تبصره !
    دډيورند مسله اوس دافغانانو له واکه وتله خبره ده پاکستان په داسی یو موقعیت کی قرار لری چی هغه اوس مجبورندی چی ستا دغو خبرو ته غوږکیږدی هغه پاکستان اوس ټول هغه قبایلی سیمی چی مخکی دپاکستان دفوځ په کی واک او اختیار کی نه وی اوس یی د تحریک طالبان پاکستان لشکر طیبه او لشکر اسلام له برکته هغه قبایلی سیمو کی فوځی څوکۍ او فوځی مرکزونه جوړ کړی اوس پاکستان د یولسم ستمبر دپیښی له برکته داسی یو حالت ته رسیدلی چی اوس غواړی دډیورند پر کرښه دیوال جوړ کړی نه اوس هغه پخوانی پښټانه شته اونه هغه پخوانی قبایل چی دپاکستان دپنجاب د داسی دسیسو په مقابل کی پاڅیږی اوپه تنهایی پاکستانی فوځ دخپل سیمی څخه اوباسی که داسی کوی پاکستان پرهغوی دترهګر نوم ږدی اوامریکا ته وایی چی ترهګرهمدا دی زما له طرفه درته اجاره ده په بی پیلوټه یی وولئ
    نو ورورجانه !چی په نړیواله سطحه او دسیمی په سطحه مسایل اوسیاست داسی وی اوقاضی دی مدعی وی نو دعوی به له چاسره کوی هغه چی ستاسو په خبره ډیوید کامرون دانګلیس صدراعظم کړی (افغانستان باید له هند سره په اړیکو کې د پاکستان ملاحظات په پام کې ولري(
    له بلی خوا که همدا اوس دډیورند دکرښی پر مسله دکوزی پختونخوا له خلکو ټول يوښتنه ( ریفرنډم ) وشی نوزه یقین لرم چی هغوی (پتښتانه )دومره دپنجابی حکومت تر تاثیر لاندی راغلی چی له قاید اعظم اوعلامه اقبال پورته بل څو ک نه پیژنی وبه وایی چی مونږ دپاکستان په حق کی یو یعنی پاکستان سره خوښ یو هغه پدی دلیل چی مونږ دلته افغانستان کی دیوسالم اوقوی نظام او دتیر په څیر دملی وحدت له نعمته څخه برخمن نه یو اونه دجنګ لپاره قوی فوځ او اتم بم لرو بلکی دخپل طالب دلاسه ورځ تربلی دبدبختی خواته چی دپاکستان لپاره نیابتی جګړه کوی بیول کیږو
    ستا دوطن تاجکان هم له تاسره پدی لانجه کی ولاړ ندی هغوی وایی مونږ لدی پښتنو څخه څه خیر ولید چی لانورهم مونږ سره یوځای کوئ
    پاتی دی نه وی دنن سبا خلک ډیر هوښیار دی خپلی شپی دخانانو په هجرو کی کوی نه دغریبو خلکو جونګړو کی مونږ یو غریب اوبیچار ه وطن یو چی په وچه کی قرار لرو او پاکستان ترمونږ ډیر رسیدلی خان هیواد دی
    په اخرکی زما نظر دادی چی ددی مسلی دحل لپاره دی لویه جرګه راوغوښتل شی او دپاکستان غوښتنی دی په دی اړه دولس استازو اومخوور مخی ته کیښودل شی او دغه مسله دی له شف شف نه دشفتالو په لوری لاړشي ځکه غر کی لوی دی نوپه سریی لیاره شته دډیرو مسایلوحل په جرګو اومرکو شوی

  7. اوس د دیورند د مسلی د حل وخت نه دی . راځی اول سوله راولو ، اوربند وکړو ، یو قوی مرکزی دولت جوړ کړو بیا به له خیره نړیوال موضوعات یو پر بل پسی حل کوو.

  8. Mr. Khureem saheeb salam. I am agree with you that Afghan government and people should be very be careful with ISI killer and aggressive serves. Unfortunately some Afghan people think if we sign the Durandline with ISI it will stop their aggressively and torrarist activity.
    I want to remind for Afghan people if you sign Kabul to ISI they won’t stop their torrarist activity, because the ISI want to remove Durandline to DerayAmmo. If anyone sign the Durandline with the ISI it will be a big treachery to Afghan people.The Afghan people will never for give him.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *