خالد ارزښت – جلال اباد
نیابتي جنګ
پر لږکیو د ظلم، د لږکیو د مطلق حاکمیت، مذهبي انګېزې. قومي، ژبنیو او مذهبي تعصباتو ته لمن وهل … شاید د هرې جګړې د اور پیل او دوام علتونه وي؛ خو د نیابتي جګړې اصلي فکټورونه دي.
نیابتي جګړه داسې جګړه ده چې یو هیواد پکې په مستقیم ډول له بل هیواد سره نه جنګېږي؛ بلکې په هغه هیواد کې د ډلو او ګروپونو پرمټ جګړه پرمخ وړي. جنګي ډلو ته وسلې، پیسې، روزنه …ورکوي او روغتیایي اسانتیاوې ورته برابروي.
په نیابتي جګړه کې دوه ښکېل هیوادونه یا طرفونه زیاتره په دریم هیواد یا سیمه کې هم سره جنګېږي. نیابتي جګړې زیاتره دوامداره او اوږدې وي؛ ځکه په غیرې مستقیم ډول د اهدافو لاسته راوړل طبعي خبره ده چې زیات وخت اخلي. بل دا چې د مخامخ او اعلان شوې جګړې غوښتنې، شعارونه او اهداف مشخص وي، مګر نیابتي جګړې کې نامعلوم او پټ وي؛ نو تمویل کوونکي مجبور دي د جګړې د دوام په موخه جنګیالي د اوږد مهال لپاره له ځان سره وساتي.
مثال: که ایران د افغانستان سره د اوبو پر سر او پاکستان د ډیورنډ پر سر نیابتي جګړه کوي؛ نو ښکاره ده چې دا جګړه اوږده ده. یا امریکا د روسیې او چین د پرمختګ مخنیوي او فشار، د سیاسي، اقتصادي…ګټو لپاره سیمه کې د ځان موجودیت په مستقیم او یا غیرې مستقیم ډول اړین بولي، نو ښکاره ده چې دا اهداف طولاني دي. اوس پوښتنه دا ده که د نیابتي جګړې انګېزې مرفوع او یا له منځه لاړې شي، جګړه ماران د جګړې حقیقت ته ورسېږي او جګړه پرېږدي؛ نو د نیابتي جګړې تمویل کوونکي به څه کوي!؟
مثال: جګړه د مذهبي انګېزې له مخې د بهرني یرغل پر وړاندې پیل وه او تمویل کوونکو ورته پوکی وهه. بهرنیان ووتل. نو طبعي ده، زیاتره جنګیالي چې د دې انګېزې له مخې جنګېدل، نور جنګ نه کوي. یا جګړه د اقلیت د حقوقو غوښتنې لپاره پیل شوې وه، اقلیت حقوق تر لاسه کړل. ښکاره ده چې د جګړې انګېزه مري؛ نو جګړه به هم مري!؟
نه؛ ما مخکې وویل چې نیابتي جګړې اوږدې، اهداف او شعارونه یې نامعلوم او پټ وي؛ نو داسې حالت کې د جګړې تمویل کوونکي د جګړې انګېزه، نوم، طریقه … بدلوي. د شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانانو جګړه د امریکا او پاکستان په مرسته د مذهبي انګېزې له مخې پیل شوې وه. پای ته ورسېده. هغوی چې د مذهبي انګېزې له مخې جنګېدل کرار شول. د جګړې تمویل کوونکو د ګوتو په شمار خلک د قومي، سمتي او ژبني تعصب له مخې وجنګول؛ خو دا نسخه چندان بریالۍ نه وه، یوازې د دې لپاره وه چې جګړې ته بیا مذهبي رنګ ورکړي. پاکستان کې روزل شوي چړیان یې چې همداسې ورځې او احتمال ته روزلي ول، د جګړې د نوم، جنګیالیو، اهدافو او شعارونو په بدلون یې را مخې ته کړل.
طالبان هم د هغو شعارونو له مخې چې ورکول یې تر ډېره هدف ته ورسېدل؛ د جګړې انګېزه مړه شوه؛ خو جګړې دوام غوښت. اوس د جګړې تمویل کوونکي خپله رامنځته شول، د القاعدې د ځپلو په نوم، القاعده وځپل شوه، پروژه ختمه شوه؛ خو جګړه د دوی په نظر باید ختمه نه شي.
د قصدي او پلان شویو طرحو پر مټ یې بیا طالب، مجاهد … چې لا پخوا په مذهبي انګېزې او د بهرني یرغل پر وړاندې روزل شوي وو رامخته کړل او جګړه یې پرې دوامداره وساتله. د افغانستان اوسني نظام سره د طالب د جګړې پایله د نیابتي جګړې د تمویل کوونکو په ګټه شوه او هدف ته په رسېدو دي، دلته یې د جنګ نه په استفادې د داعش حضور حتمي کړ؛ داعش نړوال سپورټ لري، د مذهبي انګېزې له مخې جنګېږي، شعارونه، اهداف، مفکوره … یې توپیر لري، کولای شي دلته جګړه د کلونو لپاره اوږده کړي او د نیابتي جګړې تمویل کوونکي هدف ته ورسوي.
اوس شاید ټولو “حکومت، طالب او عوامو ” دا درک کړي وي چې داعشیان څوک دي!؟ که په همدې شرایطو کې طالب له افغان حکومت سره سوله وکړي، د جنګ د مهار او د داعش د لمنځه وړلو چانس زیات دی. طالبان او افغان حکومت باید بین لافغاني سوله وکړي، د نیابتي جګړې تمویل کوونکو ته پر مخ کلکه څپېړه ورکړي، پیل شوی اوربند وغځوي او د سولې مخامخ خبرو ته زمینه مساعده کړي. ترڅو راتلونکي نسلونه د جنګ له لمبو نجات پیدا کړي.
که تر دې ناوخته شي؛ نو ښکاره ده چې د سولې او جنګ پریکړه به د نیابتي جګړو د تمویل کوونکو په لاس وي، بیا به سولې او جنګ دواړو کې زموږ ګټه نه وي او خطرناکې پایلې به ولري! زه بیا وایم که تر دې ناوخته شي؛ نو سوله به سخته شي! خالد ارزښت جلال اباد