جمال ناصر اصولي

په تېرو څلورو لسیزو کې په افغانستان خورا ډېر جنایتونه شوي دي، دا جنایتونه د همدې افغانانو او ځینو بهرنیو په لاس ترسره شوي دي.


د ثور  کودتا د همدې اوږدې غميزې پیل و، لاره یې جګړو او کړکېچونو ته هواره کړه. روسانو په افغانستان مستقیم پوځي یرغل وکړ. هغې ټولنې ته چې تر اوسه دودونه او رواجونه د اسلام د مقدس دین د احکامو لا په ډېرو ځایونو کې لوړ ګڼل کیږي، کمونستي ايډیالوژي یې پلې کړه. خلک یې په وړاندې راجګ شول، او د بهرنیو مغرضو کړیو لاس ته ولوېدل. جهاد فرض وګڼل شو، د شوروي اتحاد په وړاندې مبارزه پیل شوه، او شوروي اتحاد مات شو.


مجاهدینو د کابل او د هېواد واګې په لاس کې واخیستې، خو دا قدرت متمرګز نشو. په هر ولایت کې اوه – اته پاچاهۍ جوړې شوې. کابل یې کوڅه په کوڅه سره ووېشه. د هېواد ټول ملي بنسټونه د پردیو په اشاره له خاورو سره خاورې شول. هرې جهادي ډلې کابل د خپلې وسې پورې لوټ کړ. هرې ډلې په زرګونو توغندي په یو بل وورول. هر یوه ځان مسلمان باله او هراسلامي تنظیم د کابل مسلمانان تر وسې ووژل، کورونه یې ور چور او کنډواله کړل، هرې ډلې د همدې لوی جنایت جام اوچت ساتلی و، چې طالبان راغلل. طالبانو د دوی تغر ورټول کړ.


راځو اصلي موضوع ته چې د موقتي ادارې په راتګ سره ځينې همدا جهادي رهبران چې د کابل په لوټلو او ورانولو کې اصلي کرکټرونه وو، قهرمانان وګڼل شول، ځینې ملي، ځینې د سولې ځینې د ورورۍ اتلان وشمېرل شول.


په همدې ډول چې دا نور جهادي ګوندونه په کورنیو جګړو کې ښکېل وو، اسلامي حزب هم د همدوی څخه یو و.


په اوس کې چې انجنیر ګلبدین حکمتیار د هېواد جنډې ته سلام کوي، اساسي قانون یې مني، ولې همدا نورې جهادي ډلې یې پټ او مخامخ مخالفت کوي؟


جوته ده چې د افغانستان د جهاد سرلاری همدا حکمتیار و. د شورویانو په وړاندې تر ټولو ډېر جنګېدلای دی. که خبره د داخلي جګړو وي، نو ټولو جنایتونه کړي دی. ولې احمد چې یو جنایت کار دی اتل واوسي؟ ولې محمود چې د هغې د سیالې ډلې مشر دی خاین وپېژندل شي؟


که خاینین دي نو دواړه دي، او که اتلان وي نو بیا هم پکار ده چې دواړه اتلان وشمېرل شي.


هسې هم  دوود داسې دی چې دوی ټول ښه خلک دي، ولس خراب دی، ځکه چا چې وژلي هغوی یې اتلان دي، چې دا بېل بحث دی.


باید د خپل قوم  غله ته غل ووایو، او د بل قوم غله ته هم غل.  په همدې ډول که داسې وي چې خپل غل په ځان او په ما اتل منې، او زما غله ته غل وایې، نو  دا عدالت ندی.


اوس افغانان یووالي او ورورولۍ ته اړتیا لري، ښه ده چې له عصبیتونو تېر شو، هره پرګنه چې یو د افغان تر نامه او جنډې لاندې د یوې کورنۍ د غړو په څېر د هېواد جوړولو تکل وکړو.


که ته وایې چې زه یم او زه وایم چې زه یم، نه به ته یې نه به زه یم، که زه وایم چې ته یې او زه وایم چې ته یې هم به ته یې هم به زه یم.


جمال ناصر اصولي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *