د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات

که څه هم افغان ولسمشرحامد کرزي نن د ځوانان او ملي مسایل تر عنوان لاندې کنفرانس کې چې د افغانستان د ګوټ ګوټ څخه ځوانانو پکې ګډون کړی وو د خپلو خبرو په ترڅ کې پر ټاکنو ټينګار وکړ خو زه چې د همغه ناستې یو تن ګډونوال وم داسې یو څه مې احساس کړل چې د ټاکنو په کیدلو باندې راته شک پيدا شو نو له همدې وجهې اړ شوم چې خپلې اندیښنې او مشورې له تاسو سره شریکې کړم کله چې افغانستان د سیپتمبر یوولسمې پیښې له کبله د تاریخ یو نوي پړاو ته داخل شو نو په اول کې افغانانو ورته ډير دروند هر کلی ووایه ، خو دغه هرکلی وروسته له هغه پیکه شو چې افغان دولت د څو کلونو په تیریدلو د وړاندې تګ تر څنګ لا هم د څو کلیدي ستونزو سره مخ دی چې دا کلیدي ستونزې عبارت دي له پراخ اداري فساد ، د ځمکوغصب، زورواکي ، په ټوله معنا د قانون نه تطبیق کول، د سولې نه ټينګول، مخدره موادو قاچاق او یو سلسله نورې ستونزې هم شته خو خورا مهمې يې دا ذکر شوي دي.

 نو د همدې ستونزو له کبله اوس ولس نهیلی شوی او داسې فکر کوي چې اوسنی دولت به هیڅکله هم دغو ستونزو ته د پای ټکی نه کیږدي، دوی یوازینۍ هیله راروانې ټاکنې ګڼي چې د سیاسي قدرت د سولیز انتقال سبب به وګرځي ، خو داسې ګنګوسې هم اوریدل شوي چې ریس صیب هم پوره ډول علاقمند ندی چې دا ټاکنې ترسره شي ، او یو څو ورځې د مخه ځينو قومي مشرانو هم چې ځينې يې د ملي شورا غړي وو، په یوه غونډه کې چې رسنیو هم پکې شتون درلود د ټاکنو ځنډولو غوښتنه وکړه او د دوی استدلال دا وو چې امنیت سم ندی نو له همدې وجې باید ټاکنې وځنډول شي . خو زه غواړم چې څو سوالونه او ځوابونه دلته له تاسو سره شریک کړم اول سوال دا دی که چیرې امنیت سم نه وي نو بیا افغان دولت د امنیت انتقال پروسي اخیرني پړاوو کې ولې دی؟ دوهم سوال دا دی که چیرې د ښه امنیت له کبله د امنیت انتقال پروسه تر اخیرنۍ پړاوه رسیدلي وي نو بیا د ټاکنو لپاره د امنیت ستونزه ولې بهانه کیږي ؟

قدرمنو لوستونکو : حقیقت دا دی چې امنیت ښه دی ، او لا هم د ښه کیدو په حال کې دی ، که چیرې ښه نه وو نو بیا به د امنیت انقال پروسه تر اخیرني پړاوه نه رسیدله ، خو بیا هم چې کله د ټاکنو ځنډولو او د خراب امنیت خبري کیږي نو داسې انګیرم چې ریس صیب جمهور نه غواړي چې د واک له ګدی ښکته شي ، که چیرې دغه حالت رښتیا شولو نو فکر کوم چې دا به یوه داسې تیروتنه وي چې جبران به يې ناشونۍ وي ، ځکه چې بیا به ولس پر دیموکراسی بې باوره شي او په ټوله معنا به له دغه دولت سره چې لا هم د غټو داخلي نیمګړتیاوو سره پر مخ روان دی خپلې اړیکې پري کړي ،چې بیا دوه احتماله شتون لري ،اول دا چې د ولت به د یوې کودتا په ترڅ کې د داخلي ټوپکسلارو یا بهرنیو ټوپکسلارو منګولو ته لویږي چې مونږه يې ښې تجربې هم لرو ، او یا به د عربي نړی ولسي مظاهرو په شان به اففان ولس هم د خپل نیمګړي دولت پر ضد به د نسکورلو مظاهرې به کوي چې بیا به هغه وخت یو بل لوی ناورین رامنځته شي. دا چې سراسري ټاکنې هم امکان نلري ځکه چې له یوې خوا کلتوري ستونزو له کبله په ځينو سیمو کې میرمنې نه دي پریښودل شوي چې د رایې کارت واخلي ، له بلې خوا ځينې خلک د ټاکنو باره کې کافي پوهه نلري او پر اهمیت يې نه پوهیږي نو د همدې وجهې نه غواړي چې ټاکنو کې برخه واخلي ، او یوه بله ستونزه دا ده چې ځينې خلک د تیرو پارلماني ټاکنو کې د پراخ فساد له کبله هم زړه توري شوي او پر دغه پروسه يې باور له منځه تللی ، خو بیا هم نسبي ټاکنې له هغه ښې دي چې له یوه سره هیڅ ټاکنې نه وي ، که چیرې افغان ولس په رښتیا هم وغواړي ، نور له دغه بد حالت څخه راووځي نو سراسري ټاکنې هم له امکان لیري ندي ، زه د تیرو پارلماني ټاکنو شاهد وم ، یو وړوکی مثال يې درته وایم ، د خوست ولایت په ځآځي میدان ولسوالی کې ۱۸۰۰۰ رايې کارول شوي وي ، خو د هغې ترڅنګ بله ولسوالی کې چې د صبریو په نوم ده ۸۰ رايي کارول شوي وي ، د ځاځي میدان ولسوالي سراسري رايي د دې نماینده ګي کوي چې د ځاځيمدان خلک په خپله ولسوالی کې د سراسري ټاکنو غوښتونکو وو او هغسې يې وکړل ، خو دا چې په صبریو کې هسې ونشول نو معلومداره خبره ده چې هغوی په خپله نه غوښتل ، په هر صورت زه یوه اخیرنۍ خبره کوم هغه دا چې که افغان ولس په خپله خپل حال بدل نکړي نو نه يې افغان دولت دغه حالت په یوازي توګه بدلولی شي ، او نه راغلي نړیوال دا کار کولای شي ، دا حالت پر موږ پورې اړه لري او موږ کولای شو چې د خپل دولت څخه په ملاتړ دغه حالت د ښه کیدو په طرف بدل کړو.

ډاکټر هېواد همت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *