له دندې د بلخ پخواني والي عطامحمد نور لرې کولو په اړه ډېرو کسانو خپل خپل لیدلوري څرګند کړي. په دې کې شک نه شته چې په دې لړ کې د هرچا خپلو مالومات، پوهه، خواخوږي او مخالفت بې اغیزې نه دي. ومې غوښتل په دې اړه د پنجشیر یو تیوریسن او توکمپالنې ویندوی صالح محمد ریګستاني د لیکنې ځینې برخې لومړی کټ مټ وژباړم او بیا وروسته پرهغو خپل نظر او تحیل وړاندې کړم. سره له دې چې د ښاغلي ریګستاني ملاطفه ډېره اوږده او له عصبیته ډکه ده او ریګستاني هم د نورو متعصبینو او منافقینو په شان په لوی لاس غوښتي د غلجي او دراني مسله راپورته کړي او هم عطا ته هغه د دوی په وینا پدرانه نصیحتونه وکړي چې د حامد کرزي له ملګرتیا ډډ ځان لرې وساتي خو ما یې د لیکنې هغه برخه را اخیستې چې د عطا لرې کېدو له موضوع سره تړاو لري. ریګستانی لیکي:
«له دوو کالو راهیسې حامد کرزی هڅه کوي د بهرنیو هېوادو په مرسته د هیواد دننه یوه امریکایي ضد جبهه جوړه کړي.
د دې جبهې موخه په لومړي ګام کې د ملي یووالي حکومت نسکورول دي.
دې موخې ته د رسېدو له پاره دوه طرحې ترلاس لاندې دي چې یوه یې د دودیزې لویې جرګې جوړول او بله د افغانستان ولسمشري ټاکنو کې ګډون دی.
د لومړۍ طرحې جزیات دادي چې حامد کزی د دودیزې لویې جرګې په جوړولو سره، د ملي یووالي حکومت بې واکه کوي.
له هغه وروسته د سیمې هغه هېوادونه چې له طالبانو سره پسپسک لري هغوی اړباسي چې د سولې بهیر سره یوځای شي.
وروسته یو منځ مهاله یا لنډ مهاله حکومت، له بهرنیو ځواکونو غواړي چې له افغانستانه ووځي ځکه چې طالبان د سولې بهیر سره یوځای شوي دي او د هغوی حضور ته اړتیا نه شته.
بل ګام د اساسي قانون سمون دی چې په هغه کې د طالبانو ځینې غوښتنې هم شاملېږي. وروسته پارلماني او د ولایتي شوراګانو ټاکنې کېږي او وروسته د اساسي قانون سمون په موخه لویه جرګه جوړېږي او په وروستي ګام کې د ولسمشري ټاکنې دي.
په ځغلنده کتنې سره لیدل کېږي چې دا طرحه ډېره خیالي ده او عملي بڼه نه لري خو دویمه طرحه چې د ولسمشري ټاکنو کې له ګډونه عبارت ده ترډېره عملي برېښي.
د دویمې طرحې په اساس په لومړي ګام کې باید د مخالفینو یوه پراخه جبهه جوړه شي او وروسته په ټول ځواک د ولسمشري ټاکنو ته لاړ شي، سیاسي واک ترلاسه کړي، وروسته هغه موخې چې له لومړۍ طرحې پاتې دي، ترلاس لاندې ونیول شي.
څرنګه، چې لیدل کېږي دویمه طرحه تر ډېره علمي او واقعیتونو ته نږدې ښکاري خو کله چې د دویمې طرحې جزیاتو ته ځو او هغه د هیواد اوسنیو شرایطو سره پرتله کوو پوهېږو چې ولې ارګ پر استاد عطا غصه شوی؟
حقیقت دادی چې ارګ او بهرني ملاتړي یې د کرزي په ښکاره او یا د پردې ترشا په مشري د امریکایي ضد جبهې له جوړېدو وېرېږي. هغوی ښه پوهېږي چې د هیواد ولسمشري راتلونکو ټاکنو اصلي سیالي به د اشرف غني په مشري د امریکا پلویانو او د کرزي په مشري د امریکا ضد جبهې ترمنځ وي. هغوی باوري دي چې استاد عطا به په پای کې د کرزي یانې د امریکا ضد جبهې سره همغږی شي. ….
ښایي کندهار ته د عطا د سفر مخنیوی او هېواد ته له ترکیې د جنرال دوستم راستنېدو اجازې نه ورکول هم پرهمدغه دلیل وي.
بله دا چې بهرنیان باوري دي هغه جبهه چې د ایران، چین او روسیې ملاتړ ولري، موخه یې د نظام چپه کول او له هېواده د بهرنیانو ایستل دي.
پرهمدغه دلیل ارګ خپله چاړه د عطا پرستوني راکش کړه او هغه په خپله د ارګ د حذف ستراتېژي سره مرسته کړې ده.»
دا وې د صالح محمد ریسګتاني څرګندونې، خو که دا رښتیاوي او حامد کرزی رښتیا دا ډول هڅې کوي نو اړینه ده چې یو څه ورته تم شو:
لومړی دا چې ددې طرحې تر شا په یو نه یو ډول د افغانستان د بدنیته ګاونډیانو لاس او موخه یې د یو هېواد په توګه د نړۍ له سیاسي نقشې د افغانستان لرې کول دي او کرزی له بده مرغه ددې توطیې وسیله دی او که خدای مه کړه عملي شي چې انشاالله څوک به اجازه ورنه کړي، ښایي لومړی قرباني یې خپله کرزی وي.
ددوی موخه داده چې افغانستان له متحدینو بې برخې کړي دوی پر ستراتېژي سم پوهېږي او دغه کار ته یې د کره ستراتېژي له مخې ملاتړلې ده.
له نننه شاوخوا دونیم زره کاله مخکې وتلي چیني ستراتېژیست سون تزو ویلي: «… د دوښمن د تړونونو او اتحادونو مسله مطالعه کړئ و یې ارزوئ او داسې کار وکړئ چې دغه تړونونه له منځه لاړ شي. که دوښمن متحدین ولري، لویه ستونزه رامنځ ته کیږي او د دوښمن دریځ پیاوړی دی. خو که دوښمن متحد و نه لري، له مهمې مسلې سره نه یو مخ او د دوښمن دریځ کمزوری دی.» (۱)
بدنیته نږدې او لرې ګاونډیان غواړي په دغه ځای کې د وتلي انګریز ستراتېژیست باسیل لیدل هارت له لارښوونو په ګټنې سره افغان ځواکونه وپاشي. لیدل هارت چې د غیرمستقیمې ستراتېژي تیوریسن دی، وایي د بري له پاره دوه مسلې مهمې دي: « د دوښمن ځواکونه وپاشئ او له فرصته ګټه واخلئ »(۲)
دا روښانه ده که چېرې اوسنی حکومت د امریکا ضد جبهې په لاس له ناقانونه لارې چپه او یا هم دا ډول جبهه په زور واک غصب کړي امنیتي ځواکونه له ځنډ پرته پاشل کېږي لامل یې دا دی چې د افغان امنیتي ځواکونو لګښت امریکا ورکوي نو ځکه خو به نه د امریکا ضد جبهه غواړي دغه لګښت پرغاړه واخلي او نورې سرچینې خو هسې هم نه شته له تردید پرته امنیتي ځواکونه پاشل کېږي او بد نیته ګاونډيان ټیک همدغه غواړي.
له دغه حرکته د بدنیته ګاونډیانو موخه داده چې په افغانستان کې د واک مشروعیت له منځه یوسي او د افغانستان برخلیک د داسې ډلو په لاس ورکړي چې پخوا ازمایل شوي یانې جمعیتیان، دوستمیان، طالبان، وحدتیان چې پخوا یې لکه د ګورچینجي خپلو کې سره خوړلي او چې د دې دوښمنو ډلو مشري هم یو بې واکه، جزباتي، بې زړه او د فساد نوښتګر کرزی وکړي لومړی خو خپله کرزی په دې منځ کې کوم لښکر نه لري نو دریځ یې لا له وړاندې روښانه دی چې څوک به یې په خوله پیازهم ووړ نه کړي دا ځکه چې هغه وخت خو نه امریکایان شته او نه خلیلزاد چې اسماعیل، دوستم او نور لنډغر پرځای کینوي هر یو به یې پرخپل سرډنګوي او لکه وږي لیوان به هم یو بل او هم خوار ولس داړي او بله دا چې دا هره ډله د کرزي د سروینو ته هم تږې ناسته ده او چې کرزی هرې ډلې ته په لاس ورشي هغه د مافیا په نوم یو سریال د کیسې په شان چې د مافیا مشر سره د هغه کوم ملګري خیانت کړی و نو هغه خپل ملګری څوځله په مرګ محکوم کړ. کیسه داسې ده چې د مشر سړیو یو ځل مخالف په ګولیو وویشت اومړ یې کړ، بل ځل یې له تابوته راوایست او په ګولیو یې غلبیل غلبیل کړ او درېیم ځل یې له قبره راوایست او باړونه یې پرې وچلول نو زه باوري یم چې که بې دفاع کرزی د جمعیتي ستمیانو په لاس ورشي د خوجه یین رباني، داوود، مولانا سیدخیل او نورو د قتل په تور به یې بیا بیا اعدام کړي دا ځکه چې ددغو ټولو تورونه جمعیتانو پر کرزي لګولي دي او د خپل زړه یخولو له پاره به هم لکه په یمن کې چې حوثیانو علي عبدالله صالح چاندمارۍ کړ د کرزي برخلیک به هم که خدای مه کړه ستمیانو ته په لاس ورشي ټیک همدغه ډول وي.
بله دا چې که دا نور د روسانو، ایرانیانو او پاکستانیانو په ګټه د امریکا ضد جبهه جوړوي دا یې خپل کار دی خو د داډول جبهې مشري ته د کرزي غوراوی د یوې حسابي نقشې له مخې دی دا نور چې هر یو یې له ایران، روسیې او پاکستان سره د ګډو ګټو پربنسټ پټې او ښکاره اړیکې لري تل وار کوي خو لاس شاته نیسي نو ځکه خو غواړي د امریکا ضد جبهي مشري په خپله ونه کړي او دا دوښمني هم د پښتنو غاړې ته واچوي. په دغه ځای کې غواړم د تاریخ له لوسته یوه نه بلکې دوه مشورې پخواني ولسمشر حامد کرزي ته هم ولرم لامل یې دادی چې د ولسمشري په دوه ځله ټاکنو کې ما هم د میلیونونو نورو وطنوالو په شان خپله رایه ښاغلي کرزي ته ورکړې او دغه د ذهرو پیاله مې څښلې دا ځکه چې بله چاره نه وه، نو د خپلې رایې په شان مشورې هم ورکوم او هغه دا چې هیڅکله ډبل ګیم مه کوه یانې خپل لومړی لاس مه بدلوه دا ځکه چې هر افغان واکمن چې دا لوبه کړې سر یې خوړلی، امیر حبیب الله خان غوښتل ځان له انګریزانو خلاص کړي برخلیک دې یې ولید چې په ښکاره خو یې ترننه هم قاتل پیدا نه شو. نادرخان هم غوښتل د انګلیس ارادې خلاف د جرمني او ایټالیا په مرسته د ترکانو خلافت د هند په براعظم ګي راژوندی او ځان خلیفه جوړ کړي له ډول برخلیک سره مخ شو؟ داوود خان هم غوښتل ځان له روسانو خلاص کړي څه پرې وشول؟ لرې نه ډاکتر نجیب هم له افغانستانه د روسانو وتلو نیټه یانې د سلواغې ۲۶ د ملي ژغورنې ورځ اعلان کړه، څه پرې وشول؟ نو تا ته (عزتمن کرزی صاحب) هم زما سلامشوره داده چې تاریخ بیا هم تکرارېدی شي.
ښاغلي کرزي ته مې بله مشوره داده چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې ستا په شان بل هیچا دومره اوږده واکمني نه ده کړې اوس به دې ارمان ختلی وي نوځکه خو کرار کینه او په پاتې عمر کې که د خیرښېګڼې کارونه دې له وسه پوره وي ویې کړه دا ترټولو سمه او غوره لارده هم به خلک درنه خوشاله وي او هم به دې صواب ګټلی وي هسې هم ډېر لمونځونه کوې د خلکو خدمت هم د خدای(ج) عبادت دی. که بیا دې هم زړه نه صبرېږي نو سم سیاست وکړه کوم ګوند جوړ کړه پیسې خو دې ډېرې ټولې کړي خو له زبرځواکونو سره ځان په جوال کې مه اچوه او مه دغه قوم په اور اړوه که امریکا خپله غوښتي وي له دې ځایه ووځي او که نه وي ته یې نه شې ایستلی. عزتمن کرزی صاحب! ببرک کارمل له ځانه مه جوړوه هسې دې هم ځینې کسان شاشجاع او ببرک کارمل ته ورته ګڼي. ببرک کارمل هم غوښتل له خپل ځای ناستي (ډاکتر نجیب) غچ واخلي نو ځکه خو یې دوستم او نور لنډغر ولمسول پایله یې څه راوخته او کارمل ته یې څه ګټه وکړه؟ اخر یې مړی به حیرتانو کې طالبانو له قبره راوایست او د امو تل ته یې ګوزار کړ. نجیب هسې هم د ملګرو ملتو پلان منلی و خو کارمل دا روغه جوړه طرحه ورانه او ملت یې په اور واړاوه، ته هم پرېږده چې دغه ملت ورو ورو له قانوني لارو د پرمختګ پرلور لاړ شي. که ته وایې چې افغانستان بیا ناپېیلی او خپلواک شي خو دا وګڼه چې څوک یې نه پرېږدي ځکه چې ګاونډیانو افغانستان ته وږو لیوانو به شان خولې وازې نیولي او بله دا چې هغه وخت چې افغانستان ناپېیلې هم وو څه ګټه یې کړې وه، پاکستان چې د امریکا او انګلیس خوا ونیوله نن اټمي ځواک دی خو افغانستان ځان ګوښی کړ او یوازې د پخواني شوروي خیرات ته کیناست ترننه موږ ګدایي کوو.
- سون تزو- د جګړې هنر پښتو ژباړه ۴۸ مخ
- ګریک.ا.اشنایدر- په معاصره نړۍ کې امنیت او ستراتېژي ۵۱ مخ
ماشاالله روښان صیب ډېر په زړه پورې مطلب ، د نړیوالو اړیکو پر تیوري او سیاسي پوهې پر تجاربو مستند پیام زمونږ پخوانیو خو ساده مشرانو ته .
هيله ده زمونږ ټول سیاستوال ، مشران او ځوانان دا لیکنه یوځل ولولي او په خپل ژوند کې یې سرمشق وګرځوي.