د پښتو ستر شاعر حضرت خوشال بابا رحمت الله علیه څه ښه فرمايلي دي:

ځان ځاني او مغول دواړه ورته يو دي         څوک به پوه کړي پښتانه خوشال خټکه

څو ورځې کيږي د طلوع په پښتون ضدې او افغان ضدې رسنۍ کې يو اعلان وينم، اعلان د څو ږيره ورور،بريتورو او بې بريتو په سرخوځولو پيل مومي، ښه مسته سندره يي هم په بګرونډ کې ورډيره شوې او د اعلان په پای کې وايي(( ساپيانو سره يو شی)) ماته ددوی له دې خبرې هغه د لینن د وخت شعار را ياد شي چې ويل به يي:((د نړۍ کارګرانو سره يو شی))

خو د ساپيانو سره يو شی تر شعاره د لینن شعار راته ځکه يو څه منطقي ښکاري چې د هغه په غږ کې خو لږ تر لږه د نړۍ په کچه انګازه پرته وه. زه ساپيانو ته ډير زیات درناوی لرم، په قومي لحاظ ورسره هيڅ تړاو او ستونزه نلرم، د يو پښتون او افغان په توګه د دوی په هره سرلوړۍ سخت وياړم او په شرم يي همدومره شرميږم لکه ما چې کوم بد کار کړی وي ځکه زه په ملت باوري يم او پښتون تر بل هر قومه په افغانستان کې د ملت کيدو ته ډيره اړتيا لري، خو هغه څه چې په دې لیکنه کې يي ليکم د قوميت پر ضد د مبارزې هغه درد دی چې زه يي کلونه کلونه تيروم، تل ځوريږم او ډير وارې مې ددې ډول جوړښتونو زیانونه هم ليدلي دي. پښتانه شونې ده په نړۍ کې هغه قوم وي چې کله هم سره يو نشول، او د دوی دا نه يو کيدل، ځان ځاني او خور والی بايد د ګينز په کتاب کې ثبت شي، او په نړۍ کې د تر ټولو بې اتفاقه قوم مډال هم ورته ورکول شي او که دا مډال تر نورو ساپيانو ته ورکول شي نو ډيره به ښه وي ځکه دوی يي ډير دي. پښتانه زرګونو کلونه تاريخ لري، تورې يي وهلي دي، ستونزې يي ګاللي دي، سوداګري پرې شوې، د هر نړۍ وال ښکيلاک او زبيښاک ښکار شوي دي ولې بیا هم يو شوي نه دي او شونې ده زموږ د نه يو کيدو ستره ستونزه همدا ساپي توب، احمدزي توبو دراني توب، هغه توب او دغه توب وي.

ساپيان هم د پښتون د شته کهول هغه کږه پوښتنۍ ده چې نن سبا يي څو سوداګر يو وار بیا غواړي په سر سوداګري وکړي، دا څو ورځې کيږي يوازې ما نه بلکه ډيرو به په پښتون ضدې، اسلام ضدې، افغان ضدې او په ټول کې د انسان ضدي رسنۍ طلوع کې د ساپيانو د يو والي په نوم سوداګریز اعلان لیدلی وي چې هره ورځ د زرګونو ډالرو په بدل کې خپريږي او پيسې يي داسې يو څوک ورکوي چې پيسې لري او کوښښ کوي د پیسو پر مټ زور پيدا کړي او د زور له لارې يوازې او يوازې خپل ځان هغې موخې ته ورسوي چې دی يي په لټه کې دی او موږ داسې ډيرې بيلګې لرو، ملي شورا ته د پښتون ډيری راغلي استازي، همداسې زور واکي او قومي سوداګر دي، وزارت يا رياست ته رسيدلي تر دوی بدتر دی او….. خو زه څو پوښتنې لرم او له ټولو ساپيانو او هغو چې د خيلونو په نوم يي شواروې جوړې کړي دي ځواب غواړم، خو ځواب به يي منطقي وي، تش بې منطقه خبره هيڅ دليل نشي کيدای، ځکه ما له ډيرو سره بحث کړی دی دوی يوازې دومره وايي چې موږ له ځانه پيل کړی دی او کرار کرار نورو ته ورځو چې دا ځواب يي منطقي نه دی ځکه په دې ډول ناستو کې تر ډيره د ملت پر ځای د ځوان پوړ په ذهن کې قوميت پيچکاري کيږي او د قوميت پيچکاري کيدل بيا موږ د ستر خوشال په خبره ځان ځاني ته بيايي او په موږ کې که هرڅوک د قوم په نوم را ټوکيږي او تر وزارت يا ولايته رسيږي بیا نو ټولیز کار نه کوي بلکه ژمنيتا يي خاصه وي.

۱ـ ‌آيا د ساپيانو يو والی مهم دی که د دوی شعوري کول؟

۲ـ آيا ساپيانو ته په طلوع کې اعلان اړين دی که همدا پيسې د څو ځوانانو په لوړو زده کړو لګول، دا اعلان طلوع له اقتصادي پلوه پياوړې کوي او د دوی په پياوړتيا کې به هره ورځ زموږ کړه وړه، عقيده او ان هويت ښکنځل کيږي.

۳ـ آيا يوازې ساپيان بايد سره يو شي که په ټول کې افغانان.

۴ـ آيا ددې شورا مشرتوب يو شعوري ساپی لکه استاد ودير ساپی کوي کنه داسې يو څوک چې د پيسو پر مټ يي شونې ده ډير ودير ساپی رنګي ځان ته کينولي وي او کوښښ کوي د همدې خلکو په سر د شوې سودا په ترڅ کې ځان خپلو شومو موخو ته ورسوي، او يا به داسې وي چې خدای دې نکړي کومه استخباراتي پروژه وي څو موږ نور هم ټوټه، او تيکه تيکه کړي.

۵ـ آيا په طلوع کې اعلان ساپيان يو کولای شي؟

۶ـ آيا د افغانستان يا نړۍ په تاريخ کې کله هم داسې کوم څه شوي دي لکه اوس يي چې ساپيان کوي؟

۷ـ آيا ساپيانو کې څوک شته چې له دې اعلان کونکي پوښتنه وکړي چې دا اعلان ولې کوي؟

۸ـ آيا په ساپيانو کې داسې ځوانان نشته چې د سختې غريبۍ له لاسه به زده کړې ترې پاتې وي؟ آيا داسې ساپيان به نه وي چې په کور کې د خوراک ډوډۍ ونلري؟ آيا داسې ساپيان به نه وي چې د څو روپيو لپاره پردیو هیوادونو ته ځي؟ که چيرې نالوستې، په قومي فکر سمبال ساپيان سره يو شي څه به وکړي؟ څوک شته چې ددې پوښتنې ځواب راکړي،آيا يوازې د ساپيانو يو ځای کیدل د دې وطن درد دوا کولای شي، آيا د ملت پر ځای قومیت ته مبارزه او د خلکو وربللو ته خدمت ويلی شو؟ ولې دا پيسې د ساپيانو لپاره پر ښونځي، د پوهنتون په فيس، د يو ساپي د کتاب پر چاپيدو نه لګيږي؟

هرڅه لکه لمر روښانه دي، که ساپيان او په ځانګړي ډول هغه چې يو څه د خپل ولس درد ورسره وي او رښتيا په خپل ولس درديږي نو مهرباني دې وکړي، په کابل کې د سرچوک له سره بیا د حضوري چمن تر پای پورې يوه ورځ پلی وګرځي او هلته دې لګول شوې لوحې وګوري(( د احمدزیو شورا، د ستانکزیو شورا، د مغولو شورا، د عربو شورا، د ځاځيو شورا، د منګلو شورا، د ځدراڼو شورا،د درانيانو شورا……))

دا ټولې دې له سترګو تيرې کړي، بيا د همدې قومونو په اړه فکر وکړي چې همدې لوحو او قومي شوراګانو موږ څومره سره يو ځای کړي يو. موږ ولې د ملت پر ځای قوميت ته ور ټيل وهل کيږو؟ ددې ستر علت د خلکو ناپوهي، بې سوادي، سخت فقر،د څارګريزې جګړې ښکار کيدل دي، که چيرې له دې کړنو خلاصون غواړئ، يو والی غواړۍ او رښتيا ځان ته کار کوۍ، لومړۍ بايد زده کړه وکړئ، فقر له منځه يوسئ، ددې شورا د اعلانونو پیسې پر خيره کارونو ولګوئ، خيره بنسټ جوړ کړئ، کتابتون، ښونځی او پوهنتون جوړ کړئ، خپل ولس شعوري کړئ، څو د شعوري کس په شتون کې ستاسو د قوم رهبري منظمه وي. کيدای شي په ساپيانو کې به داسې څوک وي چې دوی ته به يي ويلي وي چې ساپيان په کابینه کې وزیر نلري، والي يا کوم ولايت او امپراطوري نلري، خو دوی دې ورشي د قوم له ادرسه راغلی پښتون وزیر دې وګوري چې ده خپل قوم ته څومره کار کړی، په خپله ژبه يي څومره مکاتب لیکلي دي، پښتانه يي څومره په خپله اداره کې مقرر کړي دي او له قومي ادرسه راغلي قوم ته يي کوم امتيازات په پام کې نيولي دي. که چيرې پښتون وزیر رښتيا خپل ولس يا قوم ته کار کړی وي بيا نو ساپيان په حقه دي او که يي نه وي کړی، نو ساپيان ولې په افغانستان کې تر درې سوه کمو زیاتو قومونو غوره دي چې دوی ځان ته قومي وزارت غواړي او آيا دا وزارت په لياقت ګټل کيدای شي که په ساپي توب يا احمدزي توب او دارني توب. نن هم موږ لا ښه يو، خير که د پښتنو پر رايو ریشخند و وهل شو، پسونه وبلل شو، هيڅ چا مو د ارادې درناوی ونکړ، خو سبا چې د کدرونو خبره راځي ساپيان څو استاد ودیر ساپي غوندې کدرونه لري چې ټولنې ته يي وړاندې کړي او د سيالۍ په ډګر کې سيالي وګټي، آيا يوازې ودير ساپی صيب به وي او بس، نه هيڅکله نه، راشۍ په ساپيانو کې سل، دوه سوه درې سوه او په ټول کې ساپي ټبر ته په زرګونو د ودير ساپي په څير استادان او علما په کار دي. دا اعلان ساپيانو ته د ګټې پر ځای تاوان کوي، د عزت پر ځای ورته د شرم او پزې پري کيدو ځای دی، د دوی د کفايت او درايت پر ځای يي پر بې کفايتۍ دلالت کوي ځکه نور قومونه ورته متوجې کيږي او شونې ده دوی ته نور خنډونه جوړ کړي، طلوع به تر څو زموږ په نوم اعلانونه خپروي، پروژې به اخلي، په کليو کې به مو اربکي سازي کيږي، نااهله کيږو به، دا اعلان يوازې څو روپئ ضايع کوي او ګټه ترې هغه پورته کوي چې د همدې ځان ځاني پروژې ستره برخه جوړوي او نور به زوړ ملا او زړې تراوې وي. زما لیکنه به شونې ده تر خوږو خبرو ترخې ډيرې ولري په ډيرو به ستوغه ولګيږي خو په خپله لويي ما وبخښئ خو دا شرم له رسنيو لرې کړئ، کار وکړئ، يو شی ، خو په اعلانونو او د خيلونو په نوم نه، ځکه خيلونه زموږ د تباهئ ستر لامل دی.

پای

0 thoughts on “که دا ساپيان سره يو شي نو څه به وکړي؟ – صمدخان غر”
  1. محترم ورور صمدخان غر صاحب ستاسو ددی پر ځاي ليکنی څخه يوه نړی مننه ،نوښه به دا وی چي موږ ټول يي په عمل کی يي پياده کړو،نو فقط دا خبره کوم که سا پی صاحب داکار کړی ،يا يي کوی ډيره ستره اشتبا ه اوګناه يي کړی ، زه دټولو قومونو څخه هيله لرم چي دا څيړه نيزه ليکنه ولولی اوپری عمل وکړی، دازموږ دټولو لپاره په ګټه ده.ديو متحد او لوي افغانستان په لور.کامياب اوسي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *