ژباړه: حسیب الرحمن نور مل
بې وخته واده کول په ګډ ژوند کې ګڼې ستونزې راولاړوي، که په وخت او شرایطو ته په کتو سره واده ونه کړئ ښايي یو له ستونزو او کړاونو ډک ګډ ژوند ولری، دلته د هغه ستونزو یادونه کوو که مو لرلې پوه شئ چې د واده وخت مو دی کله مو چې دا ستونزو له مخې لرې شوې بیا د واده تصمیم ونیسي.
۱-که له واده وېره لرئ
طبیعي ده چې له واده وروسته د انسان په ژوند کې ګڼ بدلونونه راځي، ځینې خلک له له دې بدلونونو وېږي، همدا وي چې ځینې واده ته زړه نه ښه کوي، که تاسو هم له واده یو ډول وېره لري نو پوه شئ چې د واده وخت مو نه دی، کله چې ټولو هغو بدلونونو ته چې له واده وروسته ستاسو په ژوند کې راځي هغه ته اماده او پرځان مو ومنل وروسته د واده تصمیم ونسئ.
۲- که فکر کوئ چې طلاق بد څیز نه دی
ځینې خلک د ګډ ژوند لپاره داسې ملګری\ملګرې ټاکي چې هغوی لپاره مناسب نه وي، دوي وايي که مو اړیکې خرابې شوې طلاق خو شته. دا فکر غلط دی، ښه ده چې په انتخاب کې پوره پام وشي څو د ځان لپاره یو مناسب کس غور کړی مشهوره خبره ده چې وایي (که په لومړیو کې دقت وشي وروسته به پېښماني نه وي) نو که د ګډ ژوند د ستونزو د حل لار یوازې طلاق بولی نو واده مه کوئ.
۳- که مو زده کړې نه وي بشپړې کړې
که په ښوونځي یا پوهنتون کې وی واده مه کوئ، له واده سره ځینې ستونزې او مسولیتونه راپیدا کیږي چې ښايی ستاسو د درسونو پر وړاندې خنډ شي، داسې نه چې زده کړې مو په نیمایي کې پاتې شي. ښه ده چې لومړی مو زده کړې بشپړې کړئ وروسته د واده تصمیم ونیسئ.
۴- که بهر ته په سفر روان یاست
که بهر ته د څو کلونو په مخه د درس ویلو یا د بل کوم کار لپاره روان یاست نو دا مو د واده لپاره مناسب وخت نه دی ښه دا ده چې کله مو سفر پای ته ورسېد بیا مو د واده په اړه فکر وکړئ څو د خپل واده خوښۍ او جشنونه مو له خپلې کورنۍ سره په ګډه ونمانځۍ.
۵- که مالي خپلواکي نه لری
واده لښګت لري؛ کوژه، واده، ګډ ژوند، د اولادونو روزل او پالل پیسې غواړي که پیسې نه وي دا هرڅه ناممکن دي او که داسې وی چې پلار یا ورور مو پیسې لري او هغه ته مو د سوال لاس نیولی بیا هم ستونزمنه ده، په ګډ ژوند کې مالي خپلوکی ډېره مهمه ده تر څو مو چې مالي خپلواکي نه وي تر لاسه کړې واده ته زړه مه ښه کوئ.
۶- که مو انتخاب نه وي کړی
لکه څنګه مو چې مخکې وویل: واده د ژوند تر ټولو مهه مرحله ده، ددې مرحلې په پیل کې باید له پوره دقت او پام نه کار واخلئ څو د ژوند لپاره داسې ملګری\ملګرې وټاکی چې پاتې ژوند مو ورسره په خوښۍ او نېکمرغۍ تېر شي نو که مو انتخاب نه کړی هېڅکله د واده پرېکړه مه کوی، لومړی انتخاب وکړی وروسته مو د واده تصمیم ونیسی.
۷- که مو سن تر ۲۵کالو نه وي اوښتی
نویو څېړنې وايي: هغه کسان چې د پنځه ویشتو او پنځه دېرشو کالو ترمنځ واده کوي هغوی تر هغو خوشاله ګډ ژوند لري چې وختي یې واده کړی، څېړونکي وايی په لوړ سن کې واده کول د طلاق او د ګڼو نورو ستونزو مخه نیسي، که تاسو د یادو کلونو ترمنځ واده وکړئ یو خو به زده کړې بشپړې کړې وي او بل مو مالي خپلواکي ترلاسه کړي وي، ښايي په دې عمر کې به دومره سپما ولری چې د خپل واده لښګت مو پوره کړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *